یمن کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید ۱۱ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي، د یمن شمال کې پر یوه روغتون چې دوی یې چارې سمبالوي هوایي برید کې لږ ترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د حجه ولایت په عبس کې په دغه برید کې چې انګېرل کېږي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف الوتکو کړی وي، ۱۹ کسان ټپیان شوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې له حوثي یاغیانو سره جګړه کوي، لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې خلکو ویلي، په تېرو څو ورځو کې د ډېرو هوایي بریدونو شاهدان دي.

لومړني مرسته کوونکي چې سیمې ته ورسېدل په احتیاط یې کار پیل کړ، ځکه اندېښمن و چې په هوا کې شته الوتکې بیا برید ونه کړي.

یمن کې بې پولې ډاکټرانو په یوه ټویټ کې لیکلي، چاودنې سملاسي ۹ کسان ووژل چې یو یې ددوی کارکوونکی و. ددې سازمان په وینا، دوه نور ناروغان یوه روغتون ته د لېږدولو پرمهال مړه شول.

د ملګرو ملتونو په وینا، د یمن شخړه کې تراوسه له ۶۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې نیمایي یې ولسي وګړي دي او ۲،۵ میلیونه نور یمني وګړي بیځایه شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په ټویټر کې لیکلي، د عبس روغتون د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت ۳:۴۵ دقیقو د هوایي برید هدف وګرځېد.

'د لسو ماشومانو وژل کېدل'

حجه کې د اورپکو یوه روغتیایي مسوول صبا خبري اژانس ته ویلي، لږ ترلږه ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. رویټرز د سیمې د خلکو او سیمه ییزو چارواکو په حواله د ۷ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی.

ناتایید شوي راپورونه شته چې وایي د برید پرمهال یوه هسپانوۍ ډاکټره په دغه روغتون کې وه.

بې پولې ډاکټران وویل، د ۲۰۱۵ کال له جولای نه چې دوی دغه روغتون سره همکاري پیل کړې، تر ۴۶۰۰ نه د ډېرو کسانو درملنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل، دوی له تازه برید نه خبر دي او هڅه کوي په اړه یې معلومات راټول کړي.

تېر کال په ګاونډي سعده ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه درملنځي د سعودي ایتلاف په هوایي برید کې یو کس ووژل شو. ددغه سازمان په وینا، ددوی یوه درملنځی په سوېلي تعز ولایت کې هم د هوایي برید هدف ګرځېدلی.

په جنوري میاشت کې په سعده کې پر یوه روغتون د توغندي پرېوتو ۶ کسان ووژل.

عبس کې دغه برید ۴۸ ساعته وروسته له هغه کېږي چې بې پولې ډاکټرانو وویل، سعده کې پر یوه ښوونځي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي برید کې ۱۰ ماشومان ووژل شول.

عیني شاهدانو نیویارک ټایمز ته وویل، په زارح ښار کې د ښوونځي د مدیر کور هم په نښه شو چې د هغه ښځه او څلور ماشومان یې ووژل. د هغوی په وینا، په همدغه ځای کې دویم برید د هغه ۴ خپلوان ووژل چې د مرستې لپاره راغلي و.

سعودي ایتلاف په حیدان کې پر ښوونځي برید رد کړ او ویې ویل هغه مرکز یې په نښه کړی چې حوثي یاغیانو پکې کم عمره سرتېري روزل.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن د ولسمشر په رسمیت پېژندل شوي دولت په ملاتړ هلته عملیات کوي.

تر هغې وړاندې حوثي یاغیانو چې د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح یې ملاتړ کوي د پلازمېنې په ګډون د هېواد د ځینو برخو کنټرول ترلاسه کړ او د دولت د تبعید لامل شو.

د یمن دولت او ملاتړي یې همغه مهال سوېلي عدن ښار بېرته ونیوه. عربستان وایي چې ایران له حوثیانو ملاتړ کوي، خو ایران دا تورونه رد کړي.

ورته مطالب