د هند مشهوره پړانګه مړه شوې

Image caption دغه زمرۍ چې د ' رنتبور ملکه ' هم بلل کېده، د نړۍ له هغو زمریانو وه، چې تر ټولو ډېر تصویرونه یې اخیستل شوي دي

هند کې چارواکي وايي د دغه هېواد مشهوره ۱۹ کلنه پړانګه چې د ( مچلي ) په نوم مشهوره وه مړه شوې ده.

دغه پړانګه چې د ' رنتبور ملکه ' هم بلل کېده، د نړۍ له هغو زپړانګانو وه، چې تر ټولو ډېر تصویرونه یې اخیستل شوي دي.

مچلي د ځینو مستندو فلمونو برخه هم وه.

له یوې ۱۴ فوټه تمساح سره د هغې د جګړې ویډیويي کلیپ خورا مشهور شوی و.

د نړۍ د زمریانو نیمايي په هند کې دي، چې د وروستیو اټکلونو له مخې شمېر یې ۲۲۲۶ ته رسېږي.

مچلي به په رنتبور ملي پارک کې معمولاً د سیلانیانو د توجه مرکز وه.

د راجستان ایالت چارواکي وايي دغه پړانګه یې د پارک یوه دیوال سره داسې حال کې وموندله، چې له څو ورځو راهیسې یې څه نه و خوړلي.

د انځور حقوق
Image caption د پارک پر ویبپاڼه لیکل شوي، چې دا وروستیو کلونو د مچلي خوځښت ډېر سوکه شوی و

دغې سیمه کې د زمریانو پالنې پلان مشر یوګېش کومار اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي:

''موږ هڅه وکړه، درملنه یې وکړو، خو هغه ژوندۍ پاتې نه شوه. دا د هغې د عمر پر بنسټ طبیعي مړینه ده.''

د پارک پر ویبپاڼه لیکل شوي، چې دا وروستیو کلونو د مچلي خوځښت ډېر سوکه شوی و او نژدې ټول غاښونه یې وتلي وو.

په هند کې د مچلي مړینې خبر د یوه خواشینونکي خبر په توګه واورېدل شو او پر ټولنیزو رسنیو یې د مړینې په اړه خفګان څرګندیږي. ۔