د تمبکتو تاریخي ځایونو تورن ویجاړوونکی محاکمه کېږي

مهدي د انځور حقوق epa
Image caption مهدي ویلي، پر خپلو کړونو پښېمانه دی او د بخښنې غوښتنه کوي

يو اسلامپال اورپکی د هاګ په نړيواله جنايي محکمه کې محاکمه کېږي. احمد الفاقي المهدي د مالي په تمبکتو ښار کې د کلتوري ميراثونو په ویجاړولو تورن دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د اسلام پالو اورپکو له خوا د مالي د پراخو برخو له نيول کېدو وروسته ګڼ تاريخي قبرونه او جوماتونه هلته ونړول شول.

دا لومړی ځل دی چې د کلتوري ميراثونو ړنګول د جنګي جنايت په توګه تر قانوني څار لاندې راځي او دا لومړی ځل دی چې د تورنو اسلامپالو اورپکو یو کس په نړیواله محکمه کې محاکمه کېږي.

پر احمد الفاقي المهدي تور دی چې په ۲۰۱۲ کال یې د مالي تمبکتو ښار ۹ زیارتونه او یو جومات ویجاړ کړي دي.

د محکمې مشر وايي المهدي او د هغه اسلامپالې اورپکې ډلې (انصارالدین) چې د ښار ځینې برخې نیولې وې، پر ګڼو تاریخي ودانیو یې هم ولکه ټینګه کړې وه.

(انصارالدین) سخت دریځه ډله په جرړو کې له کوچي (طوارق) خلکو سره تړاو لري، چې له القاعدې سره هم اړیکي پالي.

د هاګ نړیوالې جنايي محکمې له خوا د نیجر دولت ته د هغه د نیول کېدو او محاکمې ته د سپارلو امر شوی و.

تمبکتو ښار په ۱۹۸۸ کال د یونیسکو د نړیوالو میراثونو لست کې شامل شو. تمبکتو له ۱۳ تر ۱۷مې زیږدیزې پېړۍ پورې د اسلامي زده کړو مرکز ګڼل کېږي.

دغه ښار کې نژدې ۲۰۰ مدرسې او پوهنتونونه وو، چې د اسلامي نړۍ له ګوټ – ګوټه پکې زرګونو زده کوونکو او محصلینو پکې زده کړې کولې.

Image caption مهدي د نهو موزیمونو او یوه جومات ویجاړولو کې په همکارۍ تورن شوی

ویجاړ شوي زیارتونه د تمبکتو ښار د بنسټګرو مشرانو وو، چې تر ډېره هلته د پیر او مرشد لقبونه ورکړل شوي او ښاریانو ډېر درناوی ورته کاوه.

خو سخت دریځي اسلامپالي اورپکي د قبرونو او زیارتونو جوړول کفر ګڼي.

د تمبکتو میراث

  • تمبکتو له ۱۳ تر ۱۷ پېړۍ پورې د اسلامي زده کړو مرکز و
  • د دغه ښار په عامو او خصوصي کتابتونونو کې شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ ټوکه تاریخي کتابونه او مخطوطې ساتل کېدې
  • په دې کتابونو کې دیني، قانوني، ادبي او ساینسي هم وو
  • ټبمکټو په ۱۹۸۸ کال د درو تاریخي جوماتونو، ۱۶ هدیرو او موزیمونو له برکته د یونیسکو نړیوال میراث نوملړ کې شامل شو
  • دغه ښار په لوېیدځه افریقا کې د اسلام خپرولو کې مهم رول لوبولی
  • د ۲۰۱۲ کال اپریل کې سخت دریځو اسلامپالو اورپکو د ښار تر نیولو وروسته موزیمونه ویجاړ کړل

ورته مطالب