خوړو اوسنی انسان څنګه جوړ کړ؟

د انځور حقوق SPL
Image caption د غوښې خوراک د انسان د مغز په وده کې رول لري.

د انسان د مغز فوق العاده وړتیاوې، لکه موندل، پنځول او اختراع هغه څه دي، چې دا ژوی له نورو حیواناتو بېلوي. د انسان په مغز پورې تړلې دا وړتیا هغه ته د فکر، غور، شننې او تحلیل قدرت ور کوي چې د بشپړو شویو عصبي پېچلو رشتو او د هغوی د خارق العاده کارونو منندوی دی.

تي لرونکي نژدې پنځه شپېته میلیونه کاله وړاندې د ځمکې پر کره پیدا شول. که څه هم لومړنيو تي لرونکو بوټي خوړل، خو ګام په ګام یې مېوې خوړلو او بیا هرڅه خوړلو اوغوښې خوړلو ته مخه کړه.

له خپلو خورا نژدې خپلوانو یعنې له بیزوګانو د انسان بېلتون شاوخوا اووه میلیونه کاله مخکې پیل شو او دوه میلیونه کاله مخکې انسان په اوسني مفهوم په ختیځه افریقا کې شکل غوره کړ.

هغه مهال د انسان د خوړو لویه برخه بوټي، مېوې او غوړینې غلې دانې وې. د وخت په تېرېدو سره حیواني محصولات هم د انسان د خوړو برخه شول، په تېره د اور په موندلو او د وسایلو په جوړولو سره انسان د ډېر خوراکي ارزښت لرونکو بوټو د محصولاتو ټولو او د څارویو ښکارولو ته مخه کړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption لومړني انسان چې وسایل نه لرل یواځې سبزۍ او مېوې یې خوړلې.

د تاریخ په اوږدو کې لومړنی انسان له غارمېشتۍ، یو ځای اوسېدلو ته ورسېد. کرنې او صنعت ته یې مخه کړه، تمدن او کلتور یې رامنځ ته کړ او لا ډېر له نورو ژویو (حیواناتو) لرې شو.

دا ټول هرڅه پېچلي مغز شوني کړل، هغه مغز چې د انسان په ډول ډول خوراک سره یې ده ته د تفکر او شننې قدرت ور کړ، خو خوړو څنګه د انسان د مغز په کار اغېز وکړ؟

د مصرفي موادو خوراکي کیفیت

د غوره او باکیفیته خوړو مصرفول هغه لومړنی عامل و، چې انسان ته یې له تر ټولو نژدې خپلوان بیزو د بېلتون لار برابره کړه. با کیفیته پروتینونو او وازدو کارولو د انسان د مغز پر بشپړتیا او وده نېغ اغېز درلود.

د نورو تي لرونکو په پرتله انسان د خوراک لپاره له داسې موادو کار واخیست، چې پر پروتینونو او وازدو سربېره یې با کیفیته معدني مواد او ویټامینونه هم درلودل.

ګام په ګام د مغز په لا ډېر تکامل سره انسان د خوراکي توکو د کارولو لپاره لا ډېرې غوره او نوې لارې وموندلې.

غوښخوري

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption د غوښه خوړونکو انسانانو د مغز وده د هغو انسانانو په پرتله زیاته ده چې غوښه نه خوري.

هر څه خوړونکي او غوښه خوړونکي له سبزي خورو خورا لوی مغز لري. لوی مغز ډېرې انرژۍ او ستر میتابولیزم ته اړتیا لري، چې سبزي خوړل یې ځواب نشي ویلی.

په پایله کې د سبزي خورو د مغز وده د هرڅه خوړونکو او غوښه خوړونکو په پرتله کمه ده.

ان په سبزي خورو کې پاڼه خوړونکي حیوانات له مېوه خوړونکو حیواناتو کوچنی مغز لري او دا پخپله ښيي چې د تغذیې، انرژي، میتابولیزم او د مغز د اندازې ترمنځ اړیکه شته.

غوښه خوړل د انسان د مغز په تکامل کې دومره رول لري چې ان ځینې پوهان باوري دي، کله انسان له ټولوونکي ښکاري څخه ساکن او کرنیز ژوند ته مخه کړه او غلې دانې یې د خوړو مهمه برخه شوه، نو د مغز تکامل یې هم سست شو. ځکه له یوې خوا د ښکار لپاره د هغه فعالیت او له بلې خوا د ترلاسه کوونکي پروتین او وازدې کچه یې کمه شوه، چې د مغز په بشپړلولو کې یې اغېزناک عامل و.

د خوړو پخولو لپاره د اور کارول

انسان یوازېنی موجود دی، چې اور یې د خپل خدمت او د خوړو پخولو لپاره وکاراوه. ډېر خام مواد د خوړلو نه دي. په هضمي سیستم کې نه هضمیږي او مغزي مواد یې هم نه جذبیږي. خو اور دا شونتیا برابره کړه، چې د نه خوړلو یا نه هضمېدلو او نه جذبېدلو وړ خواړه د انسان د خوراک برخه شي.

په دې ډول انسان د اور په کارولو سره د بوټو او څارویو محصولاتو کې د مغزي موادو ډېره برخه ترلاسه کړه، چې د مغز په وده کې یې پاموړ اغېز درلود.

د مغز مصرفي انرژي

له پروتین، وازدې، ویټامین او معدني موادو د بډایه توکو کارول، چې د مغز او نورو اندامونو د ودې او بشپړېدلو لپاره ضروري دي، انسان ته ډېره انرژي ورکړه او په مقابل کې د انسان خورا لوی او ډېر پېچلي مغز ډېرې انرژۍ ته اړتیا ومونده.

د انسان په بدن کې نژدې ۵۲ سلنه انرژي په مغز کې مصرفېږي، حال دا چې په بیزوګانو کې نژدې ۸ سلنه او نورو تي لرونکي کې له ۳ تر ۴ سلنه د مغز په فعالیت کې کارول کیږي.

د انځور حقوق Thinkstock

د انسان او نورو تي لرونکو ترمنځ دا لوی توپیر د انسان د مغز په وده او تکامل کې د خوړو رول خورا ښه روښانوي.

تکامل روان بهیر دی، چې د جنټیک، چاپېریال او په اوږدو پېړیو کې پر یو او بل د دې دواړو د پایلې په څېر له عواملو اغېزمنیږي او نه درېږي.

ډېری څېړونکي باوري دي چې د انسان د مغز تکامل پای نه لري، خو دا وړاندوېینه سخته ده، چې د انسان په تېره د هغه د مغز د تکامل بهیر کومې خواته روان دی.

ورته مطالب