کراچۍ: د الطاف حسین له څرګندونو وروسته سیاسي ناکراري

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له پرون (اګست ۲۳مه) راهیسې د پاکستان تر ټولو لوی او سوداګریز ښار کراچۍ کې تر هغه وروسته سیاسي حالات ترینګلي دي، چې د متحده قومي غورځنګ ایم کیو ایم سیاسي ګوند مشر الطاف حسین چې په لندن کې اوسېږي د پاکستان او د دغه هېواد د پوځ د مشر پرضد شعارونه ورکړ.

له یوې مودې راهیسې دغه سیاسي ګوند په کراچۍ کې د پښتنو پر وژنه او د دغه ښار د امنيت په خرابولو تورنېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption الطاف حسین ددغې وینا په بهیر کې د پاکستان ضد شعار پورته کړ

همدا ګوند چې مخکې يې د پاکستان له پوځ سره ښې اړیکې وې، په دې وروستیو کې يې ورسره اړیکې خرابې شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تاریخ کې د یوه لوی سیاسي ګوند په غونډه کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اوس د ایم کیو ایم ځايي مشرتابه ویلي، د ګوند چارې به له دې وروسته په پاکستان کې دننه پر مخ بیولې کېږي.

د دغه سیاسي ګوند لندن مېشتي مشر الطاف حسین د دوشنبې په ماښام له لندنه په ټيلفوني وینا کې یوې ولسي غونډې ته وویل، پاکستان اوس د ترهګرو ځاله جوړه شوې او له دې وروسته به 'د پاکستان زنده باد ناره ونه وهي'.

الطاف حسین په خپله وینا کې د پاکستان ضد شعارونه ورکول چې په ځواب کې يې د ولسي غونډې ګډونوالو په یوه خوله دغه شعارونه تکرار کړل.

د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین نه یوازې د پاکستان پرضد بلکې د دغه هېواد د پوځ د مشر پرضد هم د مرده باد شعارونه ورکړل، چې تردې وروسته د پاکستاني پوځ لخوا د دغه ګوند یو شمېر سیاسي مشران ونیول شول.

د دغه ګوند یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی فاروق ستار هم له دغو نیول شویو سیاستوالو څخه و، چې نن سه شنبه پوځ خوشی کړ.

له خوشې کېدو وروسته ښاغلي ستار په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به د ایم کیو ایم پرېکړې د لندن پر ځای په پاکستان کې کېږي.

د دې تر څنګ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له بریتانیا غوښتي چې الطاف حسین دې ور وسپاري. خو بریتانیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستاني پوځیانو کراچۍ تېره شپه د دغه ګوند مرکزي دفتر تړلی و

ایم کیو ایم د هغو اردو ژبو تر ټولو لوی ګوند دی چې له هنده د پاکستان د بیلتون پر مهال دغو سیمو ته ورغلي او د مهاجر په نوم یادېږي.

ایم کیو ایم تر ټولو لوی سیاسي ګوند دی، چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې يې په سیند ایالت په ځانګړې توګه کراچۍ کې واک درلود.