ایټالیا: زلزلې کې ۱۲۰ کسان مړه شوي دي

د انځور حقوق EPA
Image caption په اماتریک نومي تاریخي ښار کې ډېری خلک د دغې زلزلې له کبله اغېزمن شوي

د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رینزي وايي د هغې زلزلې له کبله چې د دغه هېواد مرکزي غرنۍ سیمې یې ولړزولې ۱۲۰ کسان مړه شوي او ۳۶۸ نور ټپیان دي.

د دغې زلزلې مرکز چې د ریکټر په کچه یې زور شپږ اعشاریه دووه درجې و، له روم نه نژدې ۱۰۰ کیلومتره لرې شمال کې و.

په اماتریک نومي تاریخي ښار کې ډېری خلک د دغې زلزلې له کبله اغېزمن شوي دي، چې د ښاروال په وینا یې د دغه ښار دريېمه برخه ورانه شوې ده.

د زلزلې پایله کې ګڼې ودانۍ نړېدلې دي او د ځمکښوېدنې پایله کې سړکونو ته هم زیان اوښتی دی.

چارواکي وايي تر ټولو ډېر په اکو مولي سیمه کې اوښتی، چې د زلزلې مرکز ته نژدې ده.

له کنډوالو نه د انسانانو رایستل دوام لري.

په دې زلزله کې یوه ډېره ځپل شوې سیمه اماتریس ښار دی، چې ښاروال یې وايي:" نیم ښار له منځه تللی."

+ انځورونه

دغه ښار ته نژدې اکومولي مېنه کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ غړي د خپل کور په کنډواله کېدو کې مړه شوي دي.

زلزله له روم ۶۵ میله لرې په شمال ختیځ کې شوې، خو د پلازمېنې ودانۍ یې هم تر ۲۰ ثانیو پورې خوځولې دي.

زلزلې اماتریس ښار ډېر وران کړی چې له امله یې څو کسان مړه دي او له کنډوالو لاندې شویو خلکو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د انځور حقوق AP

د اماتریس ښاروال سرګيپروزي د ایټالیا دولتي رادیو ته ویلي"ښار ته راغلي سړکونه تړل شوي، نیم ښار له منځه تللی دی، خلک له کنډوالو لاندې شوي، ځمکې ښویېدلې، ممکن پل هم غورځېدلی وي."

د ښار اصلي کوڅې ورانې شوې او د بېړنیو پېښو کارکوونکي هڅه کوي له کنډوالو لاندې شوي خلک وژغوري.

پر همدې مهال، پولیسو ویلي د پیسکارا دل ټرونټو کلي دوه اوسېدونکي وژل شوي.

چارواکي خبرداری ور کوي چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوي.

د ولسي خوندیتوب څانګې مشر دا زلزله په اکویله ښار کې د ۲۰۰۹ کال له زلزلې سره پرتله کوي چې ۳۰۹ کسان پکې ووژل شول.

چارواکي په راتلونکو ساعتونو کې د زلزلې د نورو ټکانونو د امکان خبرداری هم ور کوي.

لزلزلپوه اندریا ټرټولینیه وايي، باوري ده چې نور ټکانونه به هم وي، خو شدت به یې کم وي." خو دا هم له پامه نشم غورځولی چې د لومړنیو ټکانونو په څېر به ممکن نور ټکانونه هم وي."

د ایټالیا د صدراعظم دفتر وايي چې سختو ځپل شویو سیمو ته یې ژغورونکې ډلې لېږلې دي.

ورته مطالب