ترکیه کې موټربم برید ۱۱ پولیس وژلي

د ترکیې پولیس وايي، د هېواد په سوېل ختیځ جزیره ښار کې د پولیسو له یوه مرکز ته څېرمه درنه چاودنه شوې، چې د رپوټونو له مخې ۱۱ پولیس پکې وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.

چاودنه د موټربم پر مټ شوې ده.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدیریم د برید پړه د کردستان کارګر ګوند پر اورپکو اچولې ده او برید کوونکو ته د ''خولې ماتوونکي ځواب'' ورکولو ژمنه کړې ده.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې له خولې ویلي "موټربم چاودنه د بلوا ضد پولیسو له مرکزه ۵۰ متره لیرې د شرناق او جزیره ترمنځ شوې ده."

پر خواله رسنیو د چاودنې خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې څو پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. تر اوسه د برید پړه چا یا کومې ډلې نه ده منلې.

جزیره ښار په تېرو څو میاشتو کې د ګرځبندیز شاهد و؛ ځکه چې هلته ترکي چارواکو د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) ناقانونه ګرځول شوې ډلې د اورپکو د مبارزې لپاره زرګونه ځواکونه ځای پرځای کړي وو.

پي کې کې چې ترکیه کې ناقانونه ډله ګرځول شوې، په ۱۹۸۴ کال د اورپکۍ فعالیتونه پیل کړي. دا ډله وايي، ترکي چارواکي له ترکانو سره د مور مېرې چلند کوي او په پراخه کچه یې د دوی په ځپلو پسې راخیستې ده.

د روانې اګست میاشتې پر ۲۱مه، د ترکیې په غازي عینتاب ښار کې د واده مراسمو سره نژدې چاودنې لږترلږه ۵۱ کسان ووژل او تر سلو ډېر نور یې ټپیان کړل، چې ډېری وژل شوي او ټپیان یې ماشومان وو.

د ترکیې دولتي چارواکي وایي؛ دا ځانمرګی "ترهګریز" برید دی چې احتمال لري د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې کار وي.

غازي عنتاب ښار سوریې سره د ترکیې له پولې نژدې ۶۰ کیلومتره واټن لري.

په ۲۰۱۵ کال جزیره کې د کردي اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د ښار ډېره برخه ویجاړه او ګڼ کسان ووژل شول.

جزیره کې تر ډېره کردان اوسېږي. دغه ښار د عراق او سوریې پولو ته څېرمه پروت دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۵ کال جزیره کې د کردي اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د ښار ډېره برخه ویجاړه او ګڼ کسان ووژل شول.
د انځور حقوق AFP
Image caption جزیره کې تر ډېره کردان اوسېږي. دغه ښار د عراق او سوریې پولو ته څېرمه پروت دی.
د انځور حقوق Getty
Image caption په تېره مارچ میاشت کې جزیره کې د کردي اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې.

په تېره مارچ میاشت کې جزیره کې د کردي اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې.

ترکیه کې خونړي بریدونه

  • اګست ۲۰- د ترکیې سوېلي غازي عنتاب ښار د واده په مراسمو برید ۵۰ کسان ووژل. د برید پړه پر "اسلامي دولت" نومې ډلې اچول شوې.
  • جولای ۳۰- پر یوې پوځي اډې د کردي وسله والو برید کې ترکي پوځ ۳۵ کردي وسله وال ووژل.
  • جولای ۲۹- د استانبول پر اتاترک هوايي ډګر برید ۴۱ کسان ووژل. باور کېږي چې برید "اسلامي دولت" نومې ډلې کړی وي.
  • مارچ ۳۱- د ترکیې پلازمېنه انقره کې د کردي وسله والو برید کې ۳۷ کسان ووژل شول.
  • فبروري ۱۷- انقره کې د پوځ پر کاروان برید ۲۸ کسان ووژل.
  • جنوري ۱۲- د ۸ جرمني سیلانیانو په ګډون ۱۰ کسان د استانبول ځانمرګي برید کې ووژل شول. د برید پړه پر "داعش" واچول شوه.
  • اکتوبر - انقره کې د کردانو سوله ییز لاریون پرمهال دوو ځانمرګو بریدونو تر سلو ډېر کسان ووژل.

ورته مطالب