ایران د نشه يي توکو ۱۲ بندیان اعدام کړل

د انځور حقوق MIZAN

د رپوټونو له مخې، د نشه يي توکو د جرمونو "نژدې ۱۲ بندیان" د شنبې په ورځ سهار وختي د کرج په بند کې اعدام شوي دي.

له دې اعدام څو ساعتونه مخکې د ایران په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ جوړوونکي احمد شهید، له ایرانیو چارواکو وغوښتل، د هغو ۱۲ کسانو د اعدامولو حکم سملاسي وځنډوي چې د دې حکم د اجرا لپاره یې انفرادي کوټو ته لېږدولي دي.

د بشري حقونو فعاله او د "برومند" بنسټ اجرايي مدیره رویا برومند د دې اعدام د خبر په خپرېدلو پسې بي بي سي ته وویل، د اعدام شویو نومونه برومند بنسټ ته ورکړل شوي او ښايي د اعدام شویو شمېر "ډېر" وي.

له دې مخکې "هرانا" خبري اژانس هم د شنبې په ورځ د وږي پر ۶ د ۱۲ کسانو د اعدام خبر ور کړی و.

د ملګرو ملتو ځانګړی استازی احمد شهید، په یوه بیانیه کې خواشیني ښيي او وايي "د ایران دولت لا هم هغه کسان اعداموي چې د جرایمو د نړیوالو قوانینو له مخې یې جرمونه جدي نه ګڼل کیږي."

د برومند بنسټ د رپوټ له مخې، علیرضا مددپور چې د سپاکار په توګه ګومارل شوی و، په تصادفي ډول د نشه يي توکو له تورنو سره نیول شوي و.

د انځور حقوق
Image caption علیرضا مددپور د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې یو سپاکار و، خو د اعدام شویو لست کې یې نوم راغلی دی

علیرضا مددپور یو هغه کس دی چې د ملګرو ملتونو په اطلاعیه کې یې نوم یاد شوی او ویل کیږي، پر ۱۳۹۰ کال پر هغه کور د پولیسو په چاپه کې چې نوموړی پکې سپاکار و، د ۹۹۰ ګرامه شیشې (نشه يي توکو) په لرلو تورن او نیول شوی و.

رویا برومند په تېرو څو میاشتو کې د ښاغلي مددپور دوسیې ته د رسیدګي په قضايي بهیر کې ښکېله وه، بي بي سي ته ویلي"د ښاغلي مددپور د دوسیې د تورنو یو شمېر لیکونه له برومند بنسټ سره دي په هغو کې دا شاهدي ور کړل شوې، چې نوموړی د پولیسو له چاپې څو ساعته مخکې د سپاکار په توګه کور ته ننوځي او د شیشې نشه يي مادې په تولید او جوړولو کې رول نه لري."

د مېرمن برومند په خبره، د عليرضا مددپور کورنۍ په دې موده کې په ځلونو د انصاف لپاره قضايي ادارو ته مراجعه وکړه، خو د "بې وزلۍ" او په قضايي ادراو کې "د نفوذ نه لرلو" په دلیل "ّپام" ورته ونه شو.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو لویه کمېشنري وايي، د ښاغلي مددپور عامه مدافع وکیل هېڅکله هم له نوموړي سره لیدلي نه و، محاکمې یې ۲۰ دقیقې وخت ونیو او د بښنې او بیا محاکمې لپاره د ښاغلي مددپور غوښتنه ونه منل شوه.

ښاغلي شهید د ایران په هکله په خپله تازه بیانیه کې ویلي، دا محکمې نه یوازې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سرغړوونکي دي، بلکې د ایران د هغو کورنیو قوانینو نقضوونکې هم دي، چې عادلانه انصاف تضمینوي.

له دې اعدامونو سر هم هاله د ایران د قضايه قوې د جرمونو د مخنیوي مرستیال ویلي، د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو لپاره د اعدام سزا "تراوسه څه اغېز نه لري".

محمد باقر الفت ویلي، دا جرایم د زیاتېدلو په حال کې دي او د هغه په اند، له سخت کار سره اوږدمهالې سزاوې د دې جرمونو په کمولو کې ډېر اغېز لري.

په وروستیو کې یو شمېر ایرانیو چارواکو د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د اعدام سزا په هکله قوانینو کې د بدلون لپاره د هڅو خبره کړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption ایران (د وګړو د شمېر په نسبت) په نړۍ کې د اعدام لویه کچه لري. ایران په دې دلیل د بشري حقونو د مدافعو نړیوالو ادارو له پرله پسې نیوکو سره مخ دی.

د ایران د قضايه قوې د بشري حقونو د مرکز منشي محمد جواد لاریجاني د روان کال په غوايي میاشت کې په ایران کې د اعدام د شمېر زیاتوالي ته په اشارې وویل، باید په دغه قانون کې بدلون راشي.

ایران (د وګړو د شمېر په نسبت) په نړۍ کې د اعدام لویه کچه لري. ایران په دې دلیل د بشري حقونو د مدافعو نړیوالو ادارو له پرله پسې نیوکو سره مخ دی.

ورته مطالب