ترکیې د ښځینه پولیسو پر حجاب بندیز لیرې کړ

د ترکیې پوځ او قضاء کې لاهم پر حجاب بندیز دی د انځور حقوق AP
Image caption د ترکیې پوځ او قضاء کې لاهم پر حجاب بندیز دی

ترکیې پر ښځینه پولیسو د حجاب لګول شوی بندیز لیرې کړی دی. اوس حکومت ښځینه پولیسو ته اجازه ورکړې، چې سر له شنبې ورځې اسلامي حجاب اغوندي، خو شرط پکې دا دی چې رنګ به یې د هېواد د پولیسو له یونیفورم سره یوشان وي.

د ترکیې عدالت او پراختیا واکمن ګوند پر حجاب د بندیز لیرې کولو لپاره وړاندې هم غوښتنې کړې او ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي سیکولري بنسټونه کمزوري کړي.

په وروستیو کلونو کې د ترکیې پوهنتونو او دولتي بنسټونو کې پر حجاب لګول شوی بندیز لیرې شو، د قضاء، پولیسو او پوځ په بنسټونو کې پر ښځینه کارکوونکو لاهم د حجاب اغوستلو بندیز دی.

ترکیې په ۲۰۱۰ کال پوهنتونونو کې پر ښځینه محصلینو د حجاب لګول شوی بندیز لیرې کړ او په ۲۰۱۳ کال یې حکومتي ادارو او ۲۰۱۴ کې یې منځنیو ښوونځیو کې هم د حجاب اغوستلو ته اجازه ورکړه.

په ۲۰۱۴ کال د ترکیې د پارلمان څلورو ښځینه غړو د حجاب اغوستل پیل کړل.

د ترکیې پولیسو کې د حجاب اغوستلو د پرېکړې پروړاندې کوم جدي غبرګون نه دی ښودل شوی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کوي چې د ترکیې خلک پخپلو دیني چارو او عقیدوي مسلو کې د خپل غږ پورته کولو حق لري، خو وايي چې د هېواد هغه اساسي قانون ته هم درناوی لري، چې پر سیکولر نظریې ولاړ دی.

سیکولران حجاب د دیني محافظه کارۍ نښه ګڼي، چې په ترکيې سیاست کې همدا د لانجو او بحث لویه موضوع ګرځېدلې ده.

د شلمې پېړۍ له دویمې لسیزې راهیسې، ترکیه د سیکولر اساسي قانون پربنسټ خپلې چارې مخ ته وړي.

خو په ترکیه کې ډېری وګړي د ښځینه حجاب مراعاتولو پلویان دي او دا د شخصي ازادیو حق بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۴ کال د ترکیې د پارلمان څلورو ښځینه غړو د حجاب اغوستل پیل کړل.

د ترکیې ډېری وګړي سُني مسلمانان دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکیې حکومت په ۲۰۱۴ کال منځنیو ښوونځیو کې د حجاب اغوستلو اجازه ورکړه

ورته مطالب