'د بریتانیا وتل اروپايي ټولنه له منځه وړلی شي'

د انځور حقوق Getty
Image caption سیګمر ګابریل ویریږي، که د اروپايي ټولنې نور غړي هیوادونه د برتانیا لار ونیسي، نو دا ټولنه به له منځه لاړه شي.

د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل مرستیال او د اقتصاد وزیر سیګمر ګابریل وايي، که له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل سم اداره نه شي، نو د دې ټولنې راتلونکی په شک کې دی.

د سیګمر ګابریل په خبره، که د اروپايي ټولنې نور غړي هېوادونه د برتانیا لار غوره کړي، نو دا ټولنه به "له منځه لاړه شي".

هغه دا هم وايي، برتانیا له کوم مسوولیت منلو پرته، د اروپايي ټولنې"ښه شیان" له ځان سره ساتلی نشي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د برتانیا لومړۍ وزیرې راتلونکې چهارشنبه د وزیرانو ناسته د دې لپاره رابللې، چې له اروپايي ټولنې د دغه هېواد د وتلو پر نظریو بحث وکړي.

ډاونینګ سټريټ وايي، له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل د لومړۍ وزیرې د دې ناستې (سرټکی) دی.

خو د سنډې ټایمز رپوټ وايي، د دغه یوازېني مارکېټ د پرېښودلو پرسر د هغې کابینه سره وېشلې ده.

د روان کال د جون پر ۲۳مه، برتانویانو په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه.

ښاغلي ګابریل چې د جرمني په ایتلافي حکومت کې د اقتصاد وزیر او د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل مرستیال دی، په خبري غونډه کې وویل، له اروپايي ټولنې د برتانیا په وتلو پسې اوس نړۍ اروپا ته د بې ټیکاوه لویې وچې په سترګه ګوري.

'لویه ستونزه'

د هغه په خبره، " له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل بد دي، خو هغومره اقتصادي زیان به ونه لري، لکه وېره یې چې ده. دا تر ډېره اروايي ستویزه او له سیاسي پلوه لوی اقتصادي مشکل دی."

"که موږ د برتانیا وتل په ناسمه لار پلان کړو، بیا به له لویې ستونزې سره مخامخ یو، ځکه اوس موږ ته دا ضروري ده چې باوري کړو، برتانیا ته د ښو شیانو د ساتلو اجازه نه ورکوو، دا هم هغه مهال چې د اروپا پر اړوند شیانو خبرې کوي، خو مسؤولیت نه مني."

مېرمن میرکل هم تېره اونۍ له یو شمېر اروپايي مشرانو سره په لیدنه کې په سپټمبر کې د داسې سرمشریزې پر جوړولو خبرې وکړې چې له برتانیا وروسته د اروپايي ټولنې پر راتلونکي چورلي.

هغې ویلي، د اروپايي ټولنې پاتې غړي باید یو بل ته په غور غوږ ونیسي او په سیاسي پرېکړو کې له بیړې ډډه وکړي.

په ورته مهال، مېرمن مې غواړې راتلونکې چهارشنبه له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو نقشه جوړول پیلول کړي.

د بي بي سي سیاسي خبریال چرېس مېسن وايي، مېرمن مې به له کابینې او په پارلمان کې د دې پوښتنې"د برتانیا وتل څه عملاً معنا لري؟" په اړه مختلف ځوابونه واوري.

د انځور حقوق PA
Image caption د برتانیا لومړۍ وزیره راتلونکې چهارشنبه له کابینې سره له اروپايي ټولنې د خپل هیواد د وتلو پر لار نقشه خبرې کوي.

د سوداګرۍ خبرې

په ورته وخت کې د پرانیستې برتانیا په نوم نوې ګڼ ګوندي ډله جوړه شوې ده.

په سنډې ټایمز کې د دې ډلې په ګډه لیکنه کې، د ساتنپالو، کارګر او لېبرال ډیموکراټ دریو پخوانیو وزیرانو منلې چې د خلکو خپلواک غورځنګ نشي پیلېدلی، خو دوی د " تر خوځند پول پورې کش کولو" په هکله هم خبرداری ور کوي.

ښاغلي ګابریل د یکشنبې په ورځ دا هم وویل، چې د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ هم سوداګریزې خبرې"عملاً ماتې خوړلې دي."

دا پلان چې په ټي ټي ای پي یا له اتلانتیک ها خوا د سوداګري او پانګونې ملګرتیا مشهور دی، د اروپايي ټولنې- متحده یاالتونو سوداګرۍ او پانګونه کې د پراخو خنډونو کمول او له منځه وړل یې هدف دي.

که څه هم د جرمني او برتانیا په ګډون په ډېرو ښکېلو هیوادونو کې دغه تړون جنجال پارولی دی. نیوکه کوونکي وايي، دا تړون سترو سوداګرو پلان کړی او د دندو، مشتریانو او چاپېریال لپاره به بد وي.

د ښاغلي ګابریل په وینا، په ۱۴ پړاوه خبرو کې دواړه لوري په ۲۷ بحث شویو برخو کې په یو ګډ فصل نه دي سلا شوي:

"زما په اند له متحده ایالتونو سره خبرې یو مخ ماتې خوړلې دي، ان که هېڅوک هم دا حقیقت نه مني."

'مه تسلیمېږئ'

هغه وايي، امریکا له کاناډا سره د اروپايي ټولنې پر تړون هم غوسه ده، ځکه په دې تړون کې داسې مواد شته چې متحده ایالتونه یې په ټي ټي ای پي کې نه غواړي.

ښاغلی ګابریل چې د جرمني د ټولنیز ولسواک ګوند مشر دی او دا ګوند د انګیلا میرکل په مشرۍ له عیسوي ډیموکراټ ګوند سره ایتلاف لري، وايي "موږ باید د امریکا غوښتنو ته تسلیم نه شو."

د بي بي سي خبریال انډریو واکر وايي، د خبرو په پای کې به ښاغلي ګابریل چې د جرمني د ګيڼ اړخي ټولنیز ولسواک ګوند مشر دی او له مرکل سره تړون لري پرېکړه نه کوي.

زموږ همکار زیاتوي، په هر حال ښاغلی ګابریل یو مهم شخصیت دی، د هغه دا نظر چې ټي ټي ای پي ماته خوړلې د دې نښه ده چې دا تړون له څومره سیاسي ستونزو سره مخ دی.

ورته مطالب