''سیلانۍ مېرمنې باید لنډ کمېسونه وا نه غوندي''

Image caption سیلانیان باید د ځان خوندیتوب په هدف احتیاط وکړي مهیش شرما

هند کې د کلتور او سیلګرۍ فدرالي وزیر وايي هغه ښځې چې له بهر نه هند ته ځي، د خپل خوندیتوب لپاره باید د لنډو کالیو یا سکرټ ' لنډکي ښځینه کمېسونه' له اغوستو ډډه وکړي.

مهیش شرما دغه راز ویلي مېرمنې باید د شپې لخوا بهر ته یوازې و نه وځي.

نوموړی وايي هغه مېرمنې، چې هند ته راځي دغه لړ کې مشورې هم ورکول کېږي. ښاغلي شرما وویل:

''کله چې سیلانۍ مېرمنې د هند هوايي ډګرونو ته رسېږي هغه معلوماتي کتابګوټی ورکول کېږي، چې په کې دوی ته ویل شوي، چې څه باید وکړي او څه باید و نه کړي. دغه کتاب کې ویل شوي، چې که کوچنیو ښارونو ته ځئ، یوازې مه ګرځئ او ' سکرټ ' مه اغوندئ. د هغې ټیکسی تصویر اخلئ، چې سفر په کې کوئ او دغه تصویر خپلو دوستانو ته استوئ.''

Image caption د هند په اګره ښار کې د تاج محل لیدو ته هر کال ګڼ سیلانیان ورځي

هغه زیاته کړه، هند یو بډای کلتور لري، 'موږ معبدونو ته د تګ پر مهال ځانګړي کالي اغوندو، مهرباني وکړئ او د کالیو اغوستو پر مهال دغه دود دستور ته پام کوئ.'

نوموړي وزیر په اګره ښار کې د ښځو او سیلانیانو د خوندیتوب په تړاو یوې غونډې ته وینا کې دغه څرګندونې کړې.

اګره د تاج محل او فتح پور سکري تاریخي اثارو له کبله هغه ځایونه دي، چې تل په کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه وي.

ښاغلي شرما وویل دی نه غواړي سیلانیانو ته ووايي، چې څه ډول کالي واغوندي او کوم ډول وا نه غوندي، خو په وینا یې 'سیلانیان باید د ځان خوندیتوب په هدف احتیاط وکړي.'

هندۍ رسنیو کې د مرکزي وزیر د دغو څرګندونو له کبله پراخ بحثونه کېږي او په ځینو مواردو کې پرې نیوکې هم شوې دي.

ورته مطالب