د کردي وسله والو پر ضد د ترکیې جګړې په اړه د امریکا خبرداری

د انځور حقوق Reuters
Image caption انقره وايي، د پولې له شاوخوا سیمو یې د کرد او 'اسلامي دولت' نومي ډلې وسله والو شړل هدف دی

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د سوریې شمال کې له کرد ځواکونو سره د ترکیې ځواکونو او د دوي پلوي وسله والو جګړه د منلو نه ده او باید سملاسي ودرول شي.

د 'اسلامي دولت' نومي ډلې له منځه وړلو لپاره رامنځته شوي اتحاد کې د امریکا استازی ریټ مکګروک وايي:

'په هغو سیمو کې چې د اسلامي دولت نومي ډلې وسله وال نه شته، د د غه ډول نښتو رامنځته کېدل اندېښمنونکي دي.'

د ترکیې ځواکونه تېره اونۍ له پولې واوښتل او د دوی په خبره پر ' کرد ترهګرو ' یې برید وکړ.

خو د کردانو ملېشه ځواک، 'وای، پي، جي' په خبره ترکیه یوازې غواړي 'د سوریې خاوره ونیسي'.

ریټ مکګروک پر ټویټر پاڼه لیکلي:

''امریکا دغو فعالیتونو کې ښکېله نه ده او نه هم دې لړ کې له امریکا سره کومه همکاري شوې. موږ د دې ملاتړ نه کوو. موږ له ټولو وسله والو غواړو، جګړه ودروي او سیمه کې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره د خبرو لاره غوره کړي.''

انقره وايي، هدف یې له پولې نه د کرد وسله والو او 'اسلامي دولت' نومي ډلې د وسله والو شړل دي.

Image caption ترکیې کې داسې اندېښنې شته، چې د سوریې شمال کې به د کرد ځواکونو بریالیتوب ترکیې کې دننه د کرد یاغیانو هڅېدو لامل شي

ترک پوځ او د دوی پلوي ' ازادي سوریې پوځ ' نومي یاغي وسله والو پولې ته له نژدې جرابلس ښارګوټي نه د'اسلامي دولت' نومي ډلې وسله وال وشړل او له هغه وروسته یې شاوخوا سیمو کې د امریکا پلوي ' د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ' پر وسله والو بریدونه کړي.

د وای پي جي په خبره د دوی ځواکونه له سیمې وتلي او وايي، د ترکیې هدف د سوریې پر خاوره ' ولکه ټینګول ' دي.

ترکیې کې حکومت له لسیزو راهیسې د هېواد په سویل ختیځو برخو کې له کرد یاغیانو سره په جګړه بوخت دی او اوس داسې اندېښنه لري، چې د سوریې شمال کې به د کرد یاغیانو بریالیتوب ترکیې کې دننه د کرد بیلتون پالو د هڅېدو لامل شي.

د یکشنبې په ورځ د ترکیې یوه هوايي برید کې لسګونه کسان ووژل شوو.

د بشري حقونو فعالانو یوې ډلې په وینا دغه برید کې ۳۵ ملکي کسان وژل شوي وو، خو د ترکیې پوځ وايي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي چې د دوی په خبره ټول وسله وال وو.

ورته مطالب