د مدیترانې اوبو کې زرګونه کډوال ژغورل شوي

د انځور حقوق AP

د ایټالیا ساحلي ګارډ وایي، نژدې ۶۵۰۰ کډوال یې لیبیا ته نژدې د مدیترانې اوبو کې ژغورلي چې دا مدیترانه کې کډوالو سره د مرستې تر ټولو لویه بېلګه ده.

د ایټالیا ساحلي ګارډ وویل، د لیبیا صبراته ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې هم مهاله د ژغورنې نژدې ۴۰ ماموریتونه ترسره شول. د راپورونو له مخې، دا کډوال تر ډېره د ارېتره او سومالیا اوسېدونکي دي.

د ژغورنې له صحنې اخستل شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې کډوال د ژغورنې کښتیو په لیدو د خوښۍ چغې وهي او ځینې یې ځانونه اوبو ته غورځوي او د ژغورنې کښتیو ته په لامبو ځانونه رسوي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې کډوالو په ګڼ شمېر کې په زیانمنونکي کښتۍ کې حرکت کاوه او یواځې د ژغورنې کښتیو ته رسېدو پورې یې تېل لرل.

ایټالیایي کښتۍ فرانتکس (د اروپایي ټولنې سرحدي سازمان) او د "پرواکټیو اوپن آرمز" نادولتي سازمان او بې پولې ډاکټرانو په دغو عملیاتو کې برخه لرله.

د یکشنبې په ورځ له ۱۱۰۰ ډېر کډوال په همدغه سیمه کې ژغورل شوي وو.

د انځور حقوق AP

لیبیا کې ناکرارۍ دا هېواد د انسان د قاچاق په مرکز بدل کړی.

تېر کال له یوه میلیون ډېر کډوال – چې ډېر یې سوریه کې له جګړې تښتېدل – اروپا ته ورسېدل چې دغه لویه وچه کې یې د کډوالۍ بحران ته لمنه ووهله.

د کډوالو ورماتېدو سره اروپایي مشران په دې هڅه کې شول چې څنګه له دې بحران سره مقابله وکړي او ورسره د نظر پراخ اختلاف هم رامنځته شو.

اروپایي ټولنې ترکیې نه یونان ته د تلونکو کډوالو بهیر درولو لپاره په مارچ میاشت کې له دې هېواد سره یوې هوکړې ته ورسېده او ورسره د بالکان هېوادونو خپلې پولې د کډوالو پر مخ وتړلې او دا کار ددې سبب شو چې د مدیترانې له لارې د کډوالو د ورتګ شمېر کم شي.

خو هغه کډوال چې له اروپایي هېوادونو لکه ارېتره او سومالیا او همداراز له لویدیځې افریقا لکه نایجیریا او ګامبیا راځي، لا هم هڅه کوي چې له لیبیا نه تېرېدو سره د اوبو له لارې ځانونه ایټالیا ته ورسوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا روان کال کې تراوسه ۱۰۶ زره کسان ایټالیا ته رسېدلي په داسې حال کې چې ۲۷۲۶ کسانو پر دې لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ددغه سازمان په وینا، اوسمهال لیبیا کې ۲۷۵ زره نور کډوال د سفر په تمه دي.

روان کال کې تراوسه په مجموعي ډول ۲۸۴ زره کډوال له بېلابېلو لارو له افریقا، اسیا او منځني ختیځ نه اروپا ته ننوتي دي.

ورته مطالب