جان کېري: ترهګري چې هر څوک کوي ترهګري ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption موږ دا خبره هم تکرار کړه، چې پاکستان باید پر خپله خاوره ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ور نه کړي سوشما سوراج

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي هېواد یې د ' سمو او ناسمو ترهګرو ' تر منځ هېڅ توپیر نه کوي او نه هم داسې کولای شي.

نوموړی وايي هېواد یې د هند ممبۍ او پټان کوټ بریدونو د عاملینو محاکمې د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

هغه وايي ترهګري، 'ترهګري ده، هرڅوک یې چې کوي.' ډیلي کې له خپلې هندۍ سیالې سوشما سوراج سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې ښاغلي کېري وویل، 'له تېرې څه مودې راهیسې پاکستان د حقاني شبکې په څېر ډلو پر ضد په ډېره سختۍ فعالیت کړی دی.'

د انځور حقوق Getty
Image caption جان کېري او د امریکا د سوداګرۍ وزیره پیني پرټزګر د هند او امریکا تر منځ د ستراتیژیک او سوداګریزو خبرو دویم پړاو لپاره ډیلي ته تللي.

جان کېري او د امریکا د سوداګرۍ وزیره پیني پرټزګر د هند او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو او سوداګریزو خبرو دویم پړاو لپاره ډیلي ته تللي دي.

دوی به سبا له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره هم وویني. سوشما سراج وايي 'امریکا د ترهګرۍ په اړه د هند له دریځ سره یوه خوله ده.'

د هغې په وینا 'له پولې هاخوا له ترهګري سره د پاکستاني ملاتړ په اړه هم خبرې شوې او وايي امریکا د هند هغه دریځ مني، چې ترهګري په ښه او بده نه شي ویشل کېدای او تر منځ یې توپیر ناشونی دی.'

د هغې په خبره: 'موږ دا خبره هم تکرار کړه، چې پاکستان باید پر خپله خاوره ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ور نه کړي.'

ورته مطالب