سوېلي کوریا وايي شمالي کوریا یو وزیر 'اعدام ' کړی

د انځور حقوق AFP

د سوېلي کوریا چارواکو ویلي، پیونګیانګ تېره میاشت مرستیال لومړی وزیر او د پوهنې پخوانی وزیر کیم یونګ جین اعدام کړی.

رپوټونه وايي، کیم یونګ جین په تېره جولای میاشت کې په ډزو وویشتل شو.

نوموړی تر ۲۰۱۲ کال پورې د پوهنې او روزنې وزیر و، خو په هماغه کال یې له وزارته د لومړي وزیر مرستیالۍ ته رتبه پورته شوه.

د شمالي کوریا کومې سرچینې تر اوسه ددغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.

په ۲۰۱۲ کال، د شمالي کوریا سرچینو ومنله چې د ولسمشر د ترور مېړه چینګ سونګ تک د مجرمانه اقتصادي او مشر ته د باور نه لرلو له کبله په اعدام محکوم شو.

سرچینې ویلي وو، چې نوموړی په ډزو ووژل شو.

تېر کال هم د شمالي کوریا د دفاع وزیر هیون یونګ چول مشر ته د "کمزورې وفادارۍ له کبله" اعدام شو.

کیم جونګ اون په ۲۰۱۱ کال د خپل پلار کیم جونګ ایل تر مړینې وروسته، چې لا ۳۰ کلنۍ ته نه و رسېدلی، د شمالي کوریا د کارګر ګوند لومړی منشي، د مرکزي پوځي کمیسیون مشر او د شمالي کوریا ولسمشر شو.

د انځور حقوق AP
Image caption د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون څنګ ته ناست کیوم یونګ جین په نهیلۍ تورن شوی و

د نوموړي د واکمنۍ پرمهال، پخپلو بهرنیو اړیکو کې کوم نرمښت را نه وست.

د شمالي کوریا د مرستیال لومړي وزیر د اعدام خبر د شمالي کوریا د چارواکو له هغو څرګندونو څو ورځې وروسته خپور شوی، چې ګني بریتانیا کې یې مرستیال سفیر له خپلې کورنۍ سره جنوبي کوریا کې پناه اخیستې ده.

د شمالي کوریا سرچینو تر اوسه د مرستیال لومړي وزیر د اعدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی. په تېر کې د پیونګ یانګ د ځینو چارواکو د اعدام په تړاو ځینې خبرونه د شمالي کوریا د چارواکو له خوا دروغ ګڼل شوي.

تېر کال هم سوېلي کوریا ویلي وو، د کیم جونګ اون په امر د شمالي کوریا مرستیال لومړی وزیر چو یونګ ګون اعدام شوی.

د 'یونهاپ' په نوم رسنۍ ویلي وو، ښاغلی چون له دې کبله اعدام شوی، چې د ځنګلونو په اړه د کیم جونګ اون له تګلارې خوښ نه و.

سرچینه وايي، د کیم جونګ اون په مشرۍ کې نژدې ۷۰ چارواکي اعدام شوي دي.

کېم یونګ – جن او کېم یونګ ـ کول څوک دي؟

دواړو د لوړې کچې دفترونو کې کار کړی دی او د پیونګ یانګ له خوا په رسمي بیانیو کې یاد شوي دي.

که څه هم د کیم یونګ – جن په هکله لږ خلک پوهیږي، خو کېم یونګ- کول ډېر د کیم جونګ – ین ترڅنګ په عکسونو کې لیدل شوی دی او داسې فکر کیږي چې هغه ته به نژدې و.

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال د شمالي کوریا سرچینو د دفاع وزیر هیو یونګ چول د اعدام خبر تایید کړ

په تېره مۍ کې د ګوند په کانګرس کې هغه ته د ملي استخباراتو مشر نوم ور کړل شوی و.

کارپوهان وايي، د شمالي کوریا چارواکي عموما د بیا زدکړو لپره لیږل شوي، داسې بهیر چې کله د "د شراکت روزنه" بلل کیږي او له مخې یې ځینې کسان لا لوړو څوکیو ته ورسیږي، خو ور هغه ټیټ پوړ ته وغورځي.

موږ ولې اوس په دې هکله اورو؟

له یووالي وزارت دا رپوټ یوه وځ له هغه وروسته دی چې د جنوبي کوریا یورې ورځې په ناتایید شوي رپوټ کې وویل، د پوهنې او کرنې څانګو کې دوه مختلف لوړپوړي چارواکي اعدام شوي دي.

دا روښانه ده، چې د شمالي کوریا په خورا لوړپوړي سیاسي اسټبلېشمنېت کې د بې باوریو له امله کیم جونګ- اون په څلورو کلنو کې څلور دفاع وزیران له دندو لرې کړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption وروستیو کې بریتانیا کې د شمالي کوریا مرستیال سفیر تای یونګ هو جنوبي کوریا کې پناه واخیسته

که د ښاغلي کېم اعدام تایید شي دا به د د لوړپوړو چارواکو د چاڼونې او اعدام د لړۍ تازه کړۍ وي چې په ۲۰۱۱ کال کې واک له راتللو راهیسې کین جونګ – اون کوي.

ورته مطالب