ابو محمد العدناني څوک دی؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰۱۳ کال دسمبر کې عراق کې د امریکا پوځ د العدناني دغه انځورونه خپاره کړل

ابو محمد العدناني د "اسلامي دولت" نومې ډلې یو بانفوذه غړی او ویاند و، نوموړي د ځان پټېولو هڅه هم نه کوله او له سوریې او عراق بهر، په تېره بیا د ترکیې او اروپا وروستیو بریدونو کې یې مهم رول لوبولی دی.

  • د ابو محمد العدناني نوم طه صبحي فلاحة دی، چې د سوریې شمالي ادلب ولایت په "بنش" مېنه کې په ۱۹۷۷ کال زیږېدلی
  • د "بروکینګز" مؤسسې د معلوماتو پربنسټ، نوموړي څه باندې لس کاله وړاندې له "القاعدې" شبکې سره بیعت کړی، امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ عراق کې بندي کړ او په لومړي ځل یې امریکايي زندان کې له ابو بکر البغدادي سره وکتل
  • له "اسلامي دولت" ډلې سره هغه مهال یوځای شو، چې عراق کې ددې ډلې مشري ابو مصعب الزرقاوي کوله، هغه وخت یاده ډله "د عراق اسلامي دولت" نومېده، چې واشنګټن په "نړیوالو ترهګرو" ډلو کې راوستې وه. ابو محمد له هغو لومړنیو بهرنیو جنګیالیو و، چې په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته عراق کې د امریکایانو پرضد وجنګېده
  • د ۲۰۱۴ کال سپتمبر کې یې د "اسلامي دولت" ډلې د جوړېدو په تړاو یوه وینا خپره کړه
  • ددغې ډلې د بهرنیو عملیاتو، تبلیغاتو او د نویو جنګیالیو د جلبوونکو ویناوو د خپرولو مسؤول و
  • العدناني د داعش په "دابق" نومې مجله کې یوه فتوا خپره کړه، چې لوېدیځو هېوادونو کې یې د هغو لوېدیځوالو د وژلو لپاره خلک وربللي، چې هېوادونه یې عراق او سوریه کې د نړیوال پوځي ایتلاف غړي دي
  • نوموړی د "اسلامي دولت" ډلې د هغو ګوتو په شمېر بنسټګرو غړو و، چې تر اوسه ژوندی پاتې و، ددې ډلې بنسټګر او خلیفه ابو بکر البغدادي هم تر اوسه ژوندی دی
  • د البغدادي له مرستیال ابو علي الانباري او د عملیاتو له مشر ابو عمر الشیشاني وروسته، سږ کال العدناني د دغې ډلې درېیم جګپوړی وژل شوی مشر دی
  • (د رسمي عراقي سرچینو پربنسټ) په تېره جنورۍ کې العداني د عراق الانبار ولایت په یوه بمبارۍ کې ټپي شو چې بیا وروسته موصل ته ولېږدول شو
  • د امریکا متحدو ایالتونو د العدناني په اړه د معلوماتو ورکولو، وژلو او یا نیولو په مقابل کې پنځه میلیونه امریکايي ډالر جایزه اعلان کړې وه
  • د ۲۰۱۶ کال اګست میاشتې پر ۳۰مه، د سوریې حلب ښار ته څېرمه پر (الباب) ښار بمبارۍ کې د العدناني د وژل کېدو خبر خپور شو
Image caption العدناني پوځي تجربه، وینا کې په فصاحت مشهور و
د انځور حقوق DABIQ
Image caption ابو محمد العداني له ۲۰۱۱ کال راهیسې د داعش د ویاند په توګه راڅرګند شو

ورته مطالب