د 'بویینګ۷۴۷ پلار' جو سټر ومړ

د انځور حقوق BOEING
Image caption جو سـټر چي د انجینرۍ څانګې زدکوونکی و، له بویینګ سره یې کار پیل کړ.

جو سټر د بویینګ ۷۴۷ جیمبو جېټ کې د پرمختګ لارښود د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو. د بوینګ تجارتي الوتکو رییس رې کانر وايي، د سټر مړینه یوازې د بویینګ لپاره نه بلکې د نړۍ هوايي چلند ټول صنعت ته "ضایعه" ده.

بویینګ ۷۴۷ چې د اوږد واټن د سفر سرلارې ده، په لومړي ځل یي په ۱۹۶۹ کال الوت وکړ او په ۱۹۷۰ کال یي سوداګریزي چارې پیل کړې.

خو په ۲۰۰۷ کال د اې ۳۸۰ ایربس په رامنځ ته کېدلو سره دې الوتکې د خورا سترې مساپر وړونکې الوتکې په توګه خپل مقام وبایله.

سټر د هغې انجینري ډلې مشر و، چې په ۱۹۶۰ کلونو کې یې ۷۴۷ بوینګ پرمختللې کړه.

هغه او ډله یې ټیک په ۲۹ میاشتو کې د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې د جوړولو له امله په هیښوونکې ډله وپېژندل شول.

د انجینرۍ مسلک

د انځور حقوق KATIE LOMAX
Image caption جو سټر له تقاعد وروسته هم له بویینګ هوايي شرکت سره د سلاکار په توګه همکاري درلوده.

جو سټر د ۱۹۲۱ کال په مارچ کې زېږېدلی و.

د ۱۹۴۰ کال د دوبي دنده یې له بویینګ سره واخیستله او دا یې لومړنۍ دنده وه.

نوموړی هغه مهال د انجینري د هوايي ټرانسپورټ څانګې زدکوونکی و.

جو سټر له هغه وروسته د بویینګ په ډېرو سترو پروژو کې ګډون درلود او د دې هوايي صنعتي شرکت اصلي ستنه بلل کېده.

سټر په ۱۹۸۶ کال له بویینګ متقاعد شو، خو بیا یې هم له دغه شرکت سره د سلاکارۍ همکاري درلود.

نوموړی په همغه کال د راجرز کمېسون غړی شو، چې د چلنجر ستوربېړۍ د مرګونې پېښې لامل یې څېړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption بویینګ ۷۴۷ چې د اوږد واټن د سفر سرلارې ده، په لومړي ځل یي په ۱۹۶۹ کال الوت وکړ او په ۱۹۷۰ کال یي سوداګریزي چارې پیل کړې.
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق PA

ورته مطالب