دیلما روسف د برازیل له ولسمشرۍ لیرې شوه

د انځور حقوق AP
Image caption په تېره دوشنبې، اغلې روسف د مشرانو جرګې استازو ته په ۱۲ ساعته ناسته کې ډاډ ورکړ چې ګني هغې کومه "ګناه" نه ده کړې، بلکې پرضد یې د فساد جوړه شوې دوسیه د "کودتا" بڼه لري چې د مخالفانو له خوا جوړه شوې ده.

د برازیل مشرانو جرګې په رایو ددغه هېواد ولسمشره دیلما روسف له خپل واکه په ګټې اخیستنې د فساد د تورونو له کبله له خپلې دندې لیرې شوه. اغلې روسف ځان بې ګناه ګڼي او وايي د کیڼ اړخي دولت د مخالفانو له خوا ددې پروړاندې دا تورونه د "کودتا" بڼه لري.

په دې سره د د برازیل د کیڼ اړخي کارګر ګوند ۱۳ کلنه واکمنی پای ته ورسېده.

د اغلې روسف د لیرې کولو لپاره د مشرانو جرګې تر درې برخې ډېرو غړو رایې ورکړې، چې د هغې د لیرې کولو لپاره یې نصاب پوره کړی و.

پر روسف تور دی چې په ناقانونه توګه یې بودیجه پخپله خوښه جوړه کړې، خو نوموړې دا تورونه "سیاسي کودتا" ګڼي او وايي چې د هغې د ښي اړخو مخالفانو له خوا جوړ شوي دي.

اوس د اغلې روسف پر ځای د هغې مرستیال میشل تمر د ولسمشریزو ټاکنو تر پایه (جنوري ۲۰۱۹) د حکومت چارې مخته وړي.

د چارشنبې په ورځ وکیلانو اغلې روسف "بې کفایته" وبلله او په ۲۰۱۴ کال یې د ولسمشرۍ پیل کړی پړاو نیمګړی پاتې شو.

په تېرو څو میاشتو کې اغلې روسف وروسته تر هغه چې د مالي فساد او له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تړاو پرې تورونه ولګول شول، څېړنې پيل شوې او د پارلمان په رایو د ۶ میاشتو لپاره یې واک ځنډول شوی و.

اغلې روسف خپلو ملاتړو ته وویل: "زه له تاسې سره خدای پاماني نه کوم. په ډاډ وایم چې: ژر به تاسو بېرته وګورم".

د انځور حقوق AP
Image caption د اغلې روسف د لیرې کولو لپاره د مشرانو جرګې تر درې برخې ډېرو غړو رایې ورکړې، چې د هغې د لیرې کولو لپاره یې نصاب پوره کړی و.
د انځور حقوق AFP
Image caption د برازیل د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د دیلما روسف ملاتړو لاریون وکړ

هغې زیاته کړه: "دوی یو بې ګناه انسان محاکمه کړ او پارلماني کودتا یې برابره کړې وه".

د وینزویلا کیڼ لاسي دولت د برازیل د پارلمان د پرېکړې په غبرګون کې خپل سفیر ورغوښتی او له برازیل سره یې خپل اړیکي ځنډولي دي.

تېره دوشنبه، اغلې روسف د مشرانو جرګې استازو ته په ۱۲ ساعته ناسته کې ډاډ ورکړ چې ګني هغې کومه "ګناه" نه ده کړې، بلکې پرضد یې د فساد دوسیه د "کودتا" بڼه لري چې د مخالفانو له خوا جوړه شوې ده.

د انځور حقوق .
Image caption اوس میشل تمر د برازیل لنډمهالی ولسمشر دی

د مشرانو جرګې ۶۱ غړو د اغلې روسف پرضد او ۲۰ نورو بیا د هغې په ملاتړ رایې ورکړې.

د اغلې روسف په لیرې کېدا سره، د برازیل د کارګر ګوند واکمني پای ته ورسېده. دغه ګوند په ۲۰۰۳ کال د لولا داسیلوا واک ته په رسېدو د برازیل د چارو واګې په لاس کې واخیستې.

د انځور حقوق AFP
Image caption اغلې روسف خپلو ملاتړو ته وویل: "زه له تاسې سره خدای پاماني نه کوم. په ډاډ وایم چې: ژر به تاسو بېرته وګورم".

ښاغلی داسیلوا هم له ورته تورونو سره مخامخ شو. تېر کال د برازیل پولیسو څو ځلې پر هغه له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او مالي فساد تورونه ولګول.

  • دیلما روسف په ۱۹۴۷ کال د برازیل په بلو هوریزنټه ښار کې زیږېدلې
  • پلار یې بلغاریایی کډوال او د کمونیست ګوند پخوانی غړی و
  • هغه د ځوانۍ پرمهال د پوځي حکومت پرضد د کیڼ اړخو له غورځنګ سره یوځای فعالیت پیل کړ
  • په ۱۹۶۴ کال پوځیان د برازیل واک ته ورسېدل او د جنوبي امریکا پر دغه لوی هېواد یې خپله دیکتاتوري واکمني پیل کړه
  • اغلې روسف د سیاسي فعالیتونو له کبله په ۱۹۷۰ کال ونیول شوه او درې کاله بندي وه
  • هغې په زندان کې د ربړونې خبرې افشا کړې او د اوسنیو مخالفانو په اړه وايي چې "له ربړونې او ترهونې" سره اشنا دي
  • دیلما روسف په ۲۰۰۳ کال واک ته د لولا داسیلوا په رسېدو او برازیل کې د کیڼ اړخو د واکمنۍ پیلېدو سره سیاسي ډګر ته راووتله
  • اغلې روسف په ۲۰۱۱ کال د برازیل د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه لوړه وکړه
  • د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې بیا ټاکنو کې بریالۍ شوه
  • او نن (د ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر ۳۱مه) د مشرانو جرګې د رایو په اکثریت له واکه لیرې شوه

ورته مطالب