''له ایرانه توغول شوې هاوان مرمۍ د پاکستان بلوچستان کې لګېدلې''

د انځور حقوق Getty
Image caption پاکستاني چارواکي وايي، بلوچستان کې له دې مخکې هم د ایران له لوري توغول شوي توغندي او هاوان مرمۍ لګېدلې

پاکستاني چارواکي وايي، د هاوان هغه مرمۍ، چې د ایران له لوري ویشتل شوې د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې لګېدلې.

د پنجګور یو سیمه ییز افسر مجیب الرحمان بي بي سي ته ویلي، دغه مرمۍ په پروم سیمه کې لګېدلې، خو په خبره یې کوم زیان یې نه دی اړولی.

له ایران سره د پاکستان پولې ته څېرمه پرته سیمه ده. د ښاغلي مجیب الرحمان په وینا دوی دې لړ کې ایراني چارواکو ته رسمي احتجاج کړی.

نوموړی وايي له ایراني حکومته یې د سرحدي ځواکونو تر منځ د غونډې رابللو غوښتنه هم کړي. د بلوچستان چاغي، واشک، پنجګور، کیچ او ګوادر سیمې له ایران سره ګډه پوله لري.

دغه ډېري سیمې غرنۍ او لرې پرتې دي. پاکستاني چارواکي وايي، له دې مخکې هم په دغو سیمو کې د ایران له لوري توغول شوي هاوانونه او توغندي لګېدلي دي.

ایراني چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.