د سامسنګ ګلیکسي نوټ ۷ پلور درول شوی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption سامسنګ د اګست پر ۱۹ نېټه دغه ماډل ځېرک ټیلیفون بازار ته وړاندې کړ

د سویلي کوریا تکنالوژي کمپنۍ سامسنګ ویلي بېټرۍ کې د نیمګړتیا له کبله یې د ځېرک موبایل نوي ماډل ګلیکسي نوټ ۷ پلور درولی.

په امریکا او سویلي کوریا کې د چارجنګ پر مهال د دغو موبایلونو چاودنې له رپوټونو خپرېدو وروسته د دغه موبایل پلور منع شوی دی.

سامسنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د الاتو بدلون ښايي تر دوو اونیو پورې وخت واخلي.

سامسنګ له دغې ستونزې سره داسې مهال مخامخیږي، چې سیاله کمپنۍ یې، ایپل نوی ماډل بازار ته وړاندې کوي.

د چهارشنبې په ورځ سامسنګ وویل، سویلي کوریا کې د معیار نورو ازموینو لپاره یې د ګلیکسي نوټ ۷ پلور درولی دی.

د انځور حقوق Ariel Gonzalez
Image caption د یوټیوب یوه کارونکي چې ځان ایریل ګونزالیز بولي او وايي امریکا کې مېشت دی، داسې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د سامسنګ مات سکرین او سوځلی پوښ ښکاري

د یوټیوب یوه کارونکي چې ځان ایریل ګونزالیز بولي او وايي امریکا کې مېشت دی، داسې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د سامسنګ مات سکرین او سوځلی پوښ ښکاري.

نوموړی وايي کله یې چې ټیلیفون د سامسنګ له منل شوي چارجره لرې کړ، پر ټیلیفون اور ولګېد. هغه وايي، دوې اونۍ مخکې یې دغه ټیلیفون پېرلی و.

د اګست پر ۳۰ مه د سویلي کوریا پر ټولنیزه ویبپاڼه ( کاکاو سټوري ) د سوځلي ګلیکسي نوټ ۷ نور تصویرونه هم خپاره شوو.

سامسنګ د اګست پر ۱۹ نېټه دغه ماډل ځېرک ټیلیفون بازار ته وړاندې کړ او د ناقدینو او مشتریانو لخوا ډېر ستایل شوی و.