د چین ځوړند پول د پرانیستې پر۱۵ ورځ وتړل شو

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، په دې پول کې نه کوم درز راغلی او نه کومه نیمګړتیا رامنځ ته شوې ده.

د نړۍ تر ټولو اوږد ځوړند ښیښه يي پول چې دوه اونۍ مخکې په چین کې پرانیستل شوی و، د لندمهال لپاره د سیلانیانو په مخ وتړل شو.

د بيجینگ چارواکو د دې پول د تړلو په هکله رسمي څه نه دي ویلي، خو د امریکا سي اېن اېن تلوېزون د چین د حکومت د یوه ویاند له قوله وایي" له ژانګ جیګوا پول د سیلګرو له اټکل ډېر هرکلی" په هونان ولایت کې د دې ستر پول د لنډمهالي ځنډولو لامل دی.

د جمعې په ورځ دغه چینايي چارواکي ټینګار وکړ چې په دغه پول کې کوم درز یا نیمګړتیا نه ده لیدل شوې، نه هم کوم څه ترې غورځېدلي دي چې د بندولو لامل یې شی.

خو د دې پول د بیا پرانیستلو وخت نه دی ټاکل شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر پول هره ورځ د ۸ زرو کسانو تګ اټکل شوی و، خو له پرانیستلو وروسته هره ورځ د دې شمېر لس چنده کسان ورځي.

د نړۍ تر ټولو اوږد دا ښيښه يي پل ۴۳۰ متره اوږده او ۶۰ متره سور لري. پر جوړولو یې له ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالرو ډېر لګښت راغلی دی او دوه اونۍ وړاندې په ولوله ناکو مراسمو کې پرانیستل شو.

د ژانګ جیګوا پول د ځمکې له مخ۳۰۰ متره لوړ دی او په درې پټه ۹۹ رڼو شیشو پوښل شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption چینایان له ښیښه يي پلونو په تېره بیا په دغو پلونو کې له انځور اخیستلو سره ډېره مینه لري.

د چین د حکومت ویاند وایي، هره ورځ یې ۸ زرو کسانو ته پر دې پول د تېرېدلو اجازه ور کړې وه، خو له پرانیستلو وروسته د ټاکل شوي شمېر لس چنده سیلانیان پر دغه پول د تېرېدلو لپاره ورتلل.

د پول ناڅاپي تړل له ډول ډول غبرګون سره مخ شوي دي، هغو کسان چې د چین له مختلفو سیمو د اونۍ په وروستیو پر دغه پول د تېرېدلو لپاره پلان جوړ کړی و، د چارواکو دې پرېکړې خواشیني کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق EPA

ورته مطالب