د جرمني واکمن ګوند سیمه ییزو ټاکنو کې ماته خوړلې

د انځور حقوق Getty

د جرمني د لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند د شمال لوېدیځ مکلنبورګ – فورپومېرن ایالت سیمه ییزو ټاکنو کې ماته خوړلې او درېيم ځای یې خپل کړی.

لومړنۍ پایلې ښيي د مسیحي دیموکراتانو ګوند (سي یو ډي) دغو ټاکنو کې یوازې ۱۹ سلنه رایې ګټلي دي.

سوسیال دیموکرات منځنی کیڼ اړخی ګوند د ۳۰،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ټاکنو ګټونکی دی. ښی اړخی توندلاری "د آلمان لپاره الټرنېټېف" ګوند ۲۱ سلنه رایې اخستې او دویم ځای یې خپل کړی.

سیمه ییزو ټاکنو کې د یوه ګوند د رایو اندازه د جرمني تر پارلماني ټاکنو وړاندې چې ټاکل شوې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ترسره شي، د یوه آزمایښت حیثیت لري.

برلېن کې د بي بي سي خبریاله جېني هل وايي؛ دغو ټاکنو کې د مېرمن میرکل درېیم راتلل دې ګوند ته کلک ګوزار دی. دغه ټاکنې د راتلونکي کال له ټاکنو وړاندې تر ډېره د مېرمن مېرکل د کډوالۍ پر تګلارې څرخېدې.

میرکل بهرنیو پناه غوښتونکو ده خلاصې غېږې پالیسي خپله کړې، خو داسې ښکاري چې جرمني کې رایه ورکوونکي لا نه دي قانع شوي.

ښی اړخی توندلاری "د آلمان لپاره الټرنېټېف" هغه ګوند دی چې د کډوالو پر وړاندې د نرمښت سخت مخالفت کوي.

د دغه ګوند مشره فراک پېټري هغه لاملونه په ګوته کوي چې د دوی له ګوند سره یې مرسته وکړه ترڅو د مېرمن میرکل تر ګوند ډېرې رایې واخلي.

نوموړې وایي، لویو ګوندونو د خلکو ملاتړ ځکه بایلود چې خلک یې څو څو ځله تېر ایستل. "موږ د پناه غوښتنې کړکېچ نه لرو، موږ له ناقانونه کډوالۍ سره ستونزه لرو."

نوموړې د اروپایي ټولنې او یورو په هکله د خپل ګوند دریځ هم د بریا یو بل لامل بولي.

بلخوا د سي یو ډي ګوند سرمنشي پیټر ټاوبر یوې خبري غونډې کې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

دهغه په خبره، دغه پایلې او "د جرمني لپاره د الټرنېټېف ګوند" ځواکمن شتون، د ډېرو لپاره تریخ و، خو زموږ په ګوند کې د ټولو لپاره تریخ ؤ. لوی شمېر کسانو وغوښتل خپله ناخوښي څرګنده کړي او اعتراض وکړي. موږ په ځانګړي ډول د کډوالو پر سر بحثونو کې د دې شاهدان وو."

شمال لویدیځ مکلنبور د جرمني یو له بې وزلو او کم نفوسه ایالتونو دی چې ۱.۳ میلیونه کسان پکې ژوند کوي.

د آلمان لپاره آلټرنېټېف ګوند د جنوبی اروپا غریبو هېوادونو سره د نقدي مرستو او یورو پیسې مخالف دی.

دغه ګوند د کډوالو د بې حسابه راتګ کلک مخالفت کوي او سږ کال یې اسلام ضد تګلاره هم خپلې کړې. له ۲۰۱۴ کاله راهیسې د دغه ګوند ملاتړي مخ پر ډېرېدو دي.

ورته مطالب