سوريه کې چاودنو لسګونه کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption تر ټولو خونړۍ بريد په طرطوس ښار کې شوی دی

د سوريې د ولتي رسنۍ په وينا د حکومت او کوردي ځواکونو تر ولکې لاندې سيمو کې د بېلابېلو چاودنو له امله لږ ترلږه ۴۰ تنه وژل شوي دي.

دغه بريدونونه ځايي وخت د سهار له ۸ تر ۹ بجو دمشق، حمص، طرطوس او حسکه ښارونو کې شوي دي. تراوسه نه ده روښانه چې دغه بريدونه له يو بل سره تړلي و که نه.

ويل کېږي د دغو بريدونو په لړۍ کې تر ټولو خونړی بريد د مديترانې په سمندر غاړه طرطوس ښار کې شوی. دغه ښار چې د روسيې سمندري اډه په کې ده د ولسمشر بشار الاسد علوي فرقې تر ټولو قوي مرکز ګڼل کېږی.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلي يوه خبري اژانس ويلي، د حسکه بريد تر شاه د داعش ډلې لاس و چې په وينا يې کودرۍ ملېشې يې په نښه کړې وې. په ياده سيمه کې داعش ډلې تر دې وړاندې هم بريدونه کړي دي.

د سوريې دولتي رسنۍ سنا ويلي د طرطوس بريد کې ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي.

دوی وايي لومړی يو موټر بم چاودنه شوې وه او کله چې خلک له ټپيانو سره مرستې لپاره راغونډ شول يوه ځانمرګي خپل ځان والوځاوه چې درنه مرګژوبله يې واړوله. د حکومتي رسنۍ سنا د راپور له مخې، د سوريې منځني ښار حمص په تدمر سيمه کې د يوه موټر بم بريد له امله څلور ولسي وګړي ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپيان شول.

د انځور حقوق AFP

ويل کېږي په دغه چاودنه کې شاوخوا کورونه ته هم زيان رسېدلې او يو شمېر موټر سوځېدلي دي.

بلخوا د پوليسو په وينا د پلازمنې دمشق په صبور باجه کې د يوه بمي بريد په ترڅ کې يو تنه وژل شوی دی.

د خبري رسنۍ صنعا په وينا په حسکه ښار کې پر موټر سايکل د تړل شويو چاودېدونکو توکيو د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کوردانو مشهورې ملېشې (واې پي جي) په تېره مياشت په شمال ختيځ کې پر دغه ښار له حکومتي ځواکونو سره تر نښتو او جګړو وروسته ولکه ټينګه کړې.

په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغه هېواد کې د شنبې په ورځ ټول ۴۷ تنه وژل شوي دي.

په عيني حال کې امريکايي چارواکي وايي په سوريه کې د اوربند په تړاود ۲۰ سترو صنعتي هېوادنو غونډه کې له روسيې سره خبرې بې نتيجې پای ته رسېدلې دي او پر اوربند توافق نه دی شوی.

خو د امريکا خبري اژانس اې پي په وينا د روسيې ولسمشر ولاد مير پوتين او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما تر منځ په سوريه کې د جګړې درولو په موخه د تړون لپاره پر هڅو ټينګار شوی دی.

امريکا او روسيه په سوريه کې د حکومتي ځواکونه له خوا کلابندې سيمې حلب ته د مرستې رسولو په موخه د اوربند لپاره خبرې کوي خو تراوسه په دې اړه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.

ورته مطالب