له اېنګلا مېرکل نه د کډوالو په اړه د تګلارې بدلولو غوښتنه شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption نژدې ۴۵ سلنه کسان اوس هم د مېرمن مېرکل له پالیسو سره یوه خوله دي

د جرمني لومړۍ وزیرې اېنګلا مېرکل متحدینو په سیمه ییزو ټاکنو کې د نوموړې سي ډي یو واکمن ګوند له ماتې وروسته له هغې غوښتي، چې د کډوالو په تړاو خپله تګلاره بدله کړي.

د میکلین برګ ایالت په لوېدیځ فومیرانیا سیمه کې، چې د مېرمن مېرکل پلرنۍ سیمه ده د کډوالۍ ضد ګوند ایس پي ډي، ټاکنو کې بریا تر لاسه کړې.

یوازې درې کاله مخکې رامنځته شوي ښي اړخه اي ایف ډي ګوند دغو ټاکنو کې د ۲۱ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره دویم ځای ګټلی دی.

مېرمن مېرکل د خپلو پالیسیو دفاع کړې، خو وايي د ' باور بېرته ګټلو ' هڅه به وکړي. ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته نژدې یو اعشاریه یو میلیونه کډوال ورغلي دي.

یو کال مخکې، چې جرمني پر پولو د نرمښت رامنځته کولو اعلان وکړ، ډېری دغه کډوال جرمني ته ورغلل. مېرمن میرکل دا مهال جي ۲۰ غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللې او وايي د ټاکنو پایلو ' ډېره ناخوښه ' کړې:

'' موږ ټول او بیا په تېره زه باید په دې اړه فکر وکړم، چې څنګه کولای شو، باور بېرته تر لاسه شي. ''

له رایې کارېدنې مخکې مېرمن مېرکل په یوه مرکه کې ویلي و، چې بدلون ناسمه چاره نه ده او ټینګار یې کاوه، چې' جرمني به تل له هغه څه سره چې موږ ته ګران دي جرمني پاتې شي وي.'

که څه هم د هېواد په کچه د مېرمن مېرکل محبوبیت لږ شوی، خو لا هم ۴۵ سلنه خلک ورسره موافق دي او دا معلومه نه ده، چې د ۲۰۱۷ سپټمبر ټاکنو کې به برخه واخلي که نه.

ورته مطالب