بلوچستان کې درې امنیتي سرتېري او درې کان ایستونکي وژل شوي

د انځور حقوق EPA

د پاکستان بلوچستان ایالت کې پولیسو ویلي، په مستونګ ولسوالۍ کې په دوو بېلابېلو پېښو کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه پولیس پلار او زوی دي چې د سې شنبې په شپه له دندې کور ته د تللو پرمهال وسله والو په مستونګ ښار کې په نښه کړل.

د مستونګ په کنډاو کې هم ناڅرګندو وسله والو د سرحدي ځواکونو یو سرتېری وژلی دی.

مستونګ کې ددغو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو اصلی انګېزه تراوسه څرګنده نه ده، خو امنیتي سرچینې یې د لومړنیو معلوماتو له مخې هدفي وژنې بولي.

دغه ولسوالۍ له مرکز کوټې سره نښلېدلې او له دې مخکې هم امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د انځور حقوق AFP

بلخوا د بلوچستان په هرنایي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله درې کان اېستونکي وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وایي، کان اېستونکي په کار بوخت وو، چې په کان کې چاودنه وشوه. وژل شوي کسان د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ اوسېدونکي و.

د لومړنیو معلوماتو له مخې دا چاودنه د ګازو له امله شوې ده.

Image caption په پاکستان کې د ډبرو سکرو کانونه د اړینو تدابیرو د نشتوالي له امله خطرناک بلل کیږي، چې له امله یې وخت ناوخت کان اېستونکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته مطالب