د هندي مسلمانانو د بورډ چارواکو څرګندونو غوسه راپارولې

د انځور حقوق AFP
Image caption د هندي مسلمانانو د ودونو او طلاق چارې د مسلم پرسنل لا نومي دغه بورډ د شریعت له مخې پر مخ بیايي

هند کې د ښځو حقونو فعالانو د مسلمانانو اړوند یوې ادارې پر هغو څرګندونو نیوکې کړې، چې وايي '' نارینه د ښځو پر تله د پرېکړې کولو ډېره وړتیا لري.''

مسلم پرسنل لا بورډ نومي دغه سازمان د هند سترې محکمې ته ویلي و چې نارینه د احساساتو کنترولولو وړتیا لري او له دې کبله په بېړه کې پرېکړه نه کوي. د بورډ دغه څرګندونې د طلاق قضیو کې د جنسي تبعیض په تړاو د مسلمانو ښځو له شکایتونو وروسته شوې.

فعالانو دغه څرګندونې '' نارینه سالاري، غیر انساني او بې عدالتي '' بللې.

د هند ستره محکمې د درې ګوني طلاق پر قضیې غور کوي.

د هند ښځو دیموکراتیک خوځښت او په ممبۍ کې د مسلمانو مېرمنو بهارتیه مسلم مهیلا اندوولن نومي سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د د مسلم پرسنل لا بورډ مسوولین څرګندونې چې وايي نارینه د ښځو پر تله د پرېکړې کولو ډېره وړتیا لري، د منځنیو پیړیو د پېر ذهنیت او د مېرمنو پر ضد د تعصب څرګندونه کوي.

Image caption د فعالانو په خبره بورډ چارواکي باید له ټولو مېرمنو بښنه وغواړي وايي باید په راتلونکي کې د دوی څرګندونو کې د مېرمنو سپکاوی و نه شي

د فعالانو په خبره بورډ چارواکي باید له ټولو مېرمنو بښنه وغواړي او وايي باید په راتلونکي کې د دوی څرګندونو کې د مېرمنو سپکاوی و نه شي.

مسلمانان د هند تر ټولو لوی لږکي تشکیلوي، چې شمېر یې ۱۵۵ میلیونو کسانو ته رسېږي. د هندي مسلمانانو د ودونو او طلاق چارې د مسلم پرسنل لا نومی دغه بورډ د شریعت له مخې پر مخ بیايي.

هند کې د ښځو حقونو فعالان وايي، د درې ګوني طلاق دود د قرانکریم له حکمونو سره برابر نه دی او په خبره یې باید هند کې غیر قانوني اعلان شي.

د هند په ګاونډ پاکستان او بنګله دېش کې په یوه مهال پر درې ګوني طلاق بندیزونه لګېدلي، خو د فعالانو په خبره هند کې لا هم دغه ډول طلاق ورکول کېږي. فعالان دغه راز وايي، اوس د داسې نارینه وو شمېر په ډېرېدو دی، چې د طلاق ورکولو لپاره د واټس اپ، سکایپي او فېسبوک په څېر د ټولیزو رسنیو له لارې لیکلي پیغامونه ليږي.

بل لور ته د هند مسلم لا بورډ چارواکي وايي، اوس هم د هند مسلمانانو کې د طلاق کچه ټیټه ده او وايي دغې موضوع ته د هغو کسانو له لوري لمن وهله کېږي، چې د دوی په خبره له اسلام سره دښمني کوي.