سخت دریځي ملا انجم چودري ته د پنځه کاله زندان سزا ورکړل شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption پولیس وايي د چودري پلویانو بریتانیا کې او له دغه هېواده بهر بریدونو کې لاس درلود

بریتانیا کې سخت دریځي ملا انجم چودري ته د 'اسلامي دولت' نومي ډلې لپاره د ملاتړ جلبولو په تور د پنځه نیم کاله زندان سزا ورکړل شوې.

نوموړی په انلاین توګه له دغې ډلې سره د بیعت کولو له کبله محکمه کې مجرم پېژندل شوی و.

پولیس وايي د چودري پلویانو بریتانیا کې او له دغه هېواده بهر بریدونو کې لاس درلود.

د نوموړي یوه بل ملګري محمد میزان الرحمان ته هم ورته سزا ورکړل شوې ده.

محکمې ته ویل شوي وو، چې دغو داوړو کسانو ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومي ډلې له لوري د خلیفه له اعلانه وروسته په ویناوو کې د یادې ډلې لپاره د ملاتړ جلبولو هڅه کړې.

له ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي وايي، دغو دواړو کسانو چې د لندن اوسېدونکي دي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ له ترهګرۍ ضد قانونه سر غړونه کړې، خو دواړو کسانو ټینګار کاوه، چې دوی له ډېرو کلونو راهیسې هېڅ ناسمه کړنه نه ده تر سره کړې او وايي ' له قانون سره سم ' عمل یې کړی.

د سزا ورکولو پر مهال قاضي هولرواید وویل:

د انځور حقوق
Image caption له ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي وايي، دغو دواړو کسانو چې د لندن اوسېدونکي دي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ له ترهګرۍ ضد قانونه سر غړونه کړې

''دواړو کسانو له قانوني لارې د خپل فکر څرګندولو او جرمي کړنې تر منځ له کرښې پښه اړولې ده.''

۴۸ کلن چودري د اسلامپاله ډلې المهاجرون چې د ' اسلام فور یو کې ' په نوم هم پېژندل کېږي پخوانی مشر و.

دغه ډله ۲۰۱۴ کال کې ممنوع وبلله شوه.

چودري د پنځو اولادونو پلار دی او ترهګرۍ ضد چارواکو له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې هڅه کوله، چې نوموړی محکمې ته راکش کړي.

پر هغه او هغه ډله چې ده یې د چارو پرمخ بیولو کې مرسته کوله تورونه وو، چې سخت دریځۍ ته د ځوانو نارینه وو او مېرمنو لمسولو هڅې کوي.

ورته مطالب