په لمرینه رڼا سفر کونکې رکشه غلو لوټ کړه

د انځور حقوق naveenrabelli
Image caption ښاغلی رابیلي د هنګري له پوله ساتونکو سره

هغه انجنیر چې په رکشه کې یې له هند نه بریتانیا ته سفر کاوه، فرانسه کې غلو لوټ کړی دی.

نوین رابیلې دغه رکشه پخپل لاس ترمیم کړې چې د لمرینې او الیکترونکي انرژۍ له لارې چلیږي.

سارسیلیز کې د هغه رکشه د یوه تشناب مخې ته ولاړه وه، چې پاسپورټ او بټوه یې ورنه غلو واخیستل.

د انځور حقوق Naveen Rabelli
Image caption رابیلي د هند اوسېدونکی استرالیايی انجینر دی

نوموړی اوس نوي پاسپورټ تر لاسه کولو ته انتظار کوي، چې انګلش چینل ته ننوځي او په بکنګم ماڼۍ کې خپل سفر پای ته ورسوي.

ښاغلی رابیلي هڅه کوي د انرژۍ متبادلو سرچینو لور ته پام واړوي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

''څو میاشتې کېږي، پر سړکونو سفر کوم او بریتانیا ته د رسېدو ارمان مې کاوه، څلور کاله کېږي، چې د دې لپاره مې چمتووالی کاوه.''

هغه زیاته کړه 'دا رښتیا ډېره خواشینونکې ده، چې داسې مهال مې پاسپورټ ورک کړ، چې له کالې بندر نه مې بریتانا ته د کښتۍ له لارې د تلو هوډ درلود.'

له رابیلي سره د سفر اوږدو کې لارویو مرستې کړې، چې پر مټ یې دی د ایران، ترکیې، یونان، بلغاریا، سربیا، اتریش، جرمني او سویټزرلنډ له لویو لارو تېر شوی.

کله چې د شپې تېرولو ځای نه مومي هغه په خپله رکشه کې خوب کوي او د لارو اوږدو کې د پېسو سپمولو هڅه کوي.

د انځور حقوق NAVEEN RABELLI
Image caption د ایران په ابهار کې له دوستانو سره

هغه وايي د لګښت پوره کولو لپاره یې د سفر بهیر کې د زیتون تیل، د پوستې کارتونه او یوناني شراب پلورلي دي.

دغه ۳۵ کلن سړی چې د هند اوسېدونکی او د استرالیا تابعیت لري د مهیندرا ریوا نومي الیکترونیکي ګاډو جوړونکي شرکت کارکونکی دی.

نوموړي ټوک ټوک نومي ډېزلي رکشا د ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو بدل کې رانیولې او د ترمیم لپاره یې پرې ۱۱۰۰ ډالره نور لګښت کړی.

دغه رکشه په یوه ساعت کې د ۶۰ کیلومتره په سرعت ځغلي او د لمرینې او الیکترونکي انرژۍ په وسیله ګرځي. په رکشه کې یو شمسي دیګ او یوه بستره هم ځای پر ځای شوي دي.