په پېښور کې چاودنې ۸ پولیس ټپیان کړل

د انځور حقوق bb

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د امنیتي ځواکونو له موټر سره نږدې چاودنه کې ۸ پولیس ټپیان شوي، چې د ۲ وضعیت اندېښمن بلل کیږی.

دا چاودنه په ورسک کې د مترا تاڼې تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې.

څو ورځې مخکې په ورسک کې کرېسچین کالونۍ ته هم څلور ځانمرګي ننوتلي وو.

د پولیس چارواکو په خبره، د پنجشنبې په ورځ چاودنه هغه مهال وشوه، چې د چټک غبرګون پولیسو موټر له درمنګۍ هدیرې سره ولاړ و.

ټپي شوي سرتېري سملاسی د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون چارواکي وایي، د ټپیانو درملنه یې پیل کړې، خو د دوو سرتېرو وضعیت نازک دی.

شپږ ورځې مخکې هم په ورسک کې څلور ځانمرګي له درنو وسلو سره کریسچین کالونۍ ته ننوتل، خو د پولیسو، پوځ او نورو امنیتي ځواکونو په سملاسي ځوابي برید کې ووژل شول.

د ځانمرګو په هغه برید کې یواځې یو عیسوی ووژل شو.

پر کریسچین کالونۍ له برید وروسته پولیسو څو ځايي کسان ونیول، خو له پوښتنو ګروېږنو وروسته یې خوشي کړل.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب