ترکیه او امریکا له رقه "د داعش ايستلو ته چمتو کیږي"

د انځور حقوق AP
Image caption په رقه کې د اسلامي دولت وسله وال، دا ښار د دې ډلې پلازمېنه بلل کیږی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، چې د نوموړي او امریکا حکومت په سوریه کې له رقه ښار د داعش شړلو ته چمتو شوي دي.

رقه د داعش یا اسلامي دولت ډلې تر ټولو مهم مرکز دی.

ښاغلی اردوغان زیاتوي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په چین کې د جي ـ۲۰ ډلې د سرمشریزې په اوږدو کې ور سره د داعش ضد ګډو عملیاتو نظریه را پورته کړه.

نوموړي وویل، ترکیه له دې ګام سره "هیڅ ستونزه" نه لري.

ترکیې تېره میاشت په سوریه کې عملیات پیل او دواړه داعش او کورد ځواکونه یې په نښه کړل.

د ترکیې د حکومت ملاتړ لرونکو وسله والو د سوریې له سرحدي ښار جرابلس څخه داعش و اېست، خو انکره لا هم د هغو کورد وسله والو د پرمختګ د مخنیوی هڅه کوي، چې ترهګر یې بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکیې د پوځ زغرګاډي د سوریې سرحدي ښار جرابلس ته د ننوتلو پرمهال.

دغه یرغلیز عملیات روان دي او د ترکیې مرستیال لومړی وزیر نورالدین چانیکلی وایي، د دغه هیواد ځواکونه د سرحدي پولې له خوندی کولو وروسته ممکن د سوریې خاورې ته لا نور ور ننوځي.

هغه زیاته کړه، چې د عملیاتو له پیلېدلو راهیسې ۱۱۰ داعشیان او کورد وسله وال وژل شوي دي.

روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد ملګرې ده، د ترکیې له پرمختګ"سخته اندېښمنه" ده.

"ضروري کار باید وشي"

امریکایي چارواکي د دا ډول پلان له تاییدولو ډډه کوي.

په ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د رقه ښار د وضعیت په هکله بي بي سي ته وویل: "دمګړۍ د داسې عملیاتو په هکله څه نشم ویلی، چې په پایله کې به یې داعش له رقه وشړل شي، که څه هم تل مو ویلي، د داعش د دایمي ماتې لپاره مهمه دا ده چې په دا ډول عملیاتو کې ځايي ځواکونه هم برخه ولري".

امریکا په سوریه کې د کوردانو په ضد د ترکیې پر عملیاتو نیوکه کوي

دغه چارواکي له نومښودنې پرته وویل: "ترکیه چي د امریکا په ملاتړ دا مهال د سوریې د پولې په اوږدو کې کوم څه کوي، د رقه د منزوي کولو لپاره مهم اغېز لري. له داعش څخه د رقه د ازادولو او زموږ د وروستۍ موخې لپاره مهم ګام دی".

هغه زیاته کړه، امریکا به د داعش ضد ایتلاف له ټولو غړو سره د دې هڅو د همغږي کولو لپاره مهم رول ولري.

د انځور حقوق AP
Image caption په رقه ښار کې له ۳۳۰ تر ۵۰۰ زرو پورې کسان اوسي.

د رقه ښار په هکله د ښاغلي اردوغان څرګندونې د ترکیې رسنیو کې چاپ شوې دي.

هغه وویل: "اوباما غواړي چې د رقه په هکله ګډ کار وکړو. موږ وویل، چې دا به کومه ستونزه نه وي... زموږ سرتېري باید سره جرګه شي او دا وشاربي او وروسته چې څه ته اړتیا وي هغه به وشي".

ښاغلي اردوغان ډېر څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې په بل پړاو کې به په دې هکله نورې خبرې وشی.

د عراق او سوریې د ډېرو برخو د نیولو پر مهال د رقه لاندې کول هم د داعش په څرګندېدلو کې یو مهم بدلون و او اوس دا ښار د دې ډلې پلازمېنه بلل کیږی.

اټکل کیږي چې له ۲۳۰ تر ۵۰۰ زرو پورې کسان لا هم په دغه ښار کې اوسیږي او له دوی سره د بې رحمانه چلند کیسې خپریږی.

ورته مطالب