هند: هغه سړی په اعدام محکوم شوی چې پر پېغلې یې تیزاب شیندلي وو

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption هند کې د تیزابو بریدونو خلاف غوسه په ډېرېدو ده

د هند ممبۍ ښار یوې محکمې هغه سړی د اعدام په سزا محکوم کړی، چې درې کاله مخکې یې له ګڼې ګوڼې ډک اورګاډي تم ځای کې د یوې مېرمنې پر مخ تیزاب شېندلي وو.

دغه پرېکړه خورا مهمه بلله کېږي، ځکه دغسې قضیو کې ډېری مهال سپکې سزاوې وررکول کېږي.

پریټي راتهي هغه مهال چې پر مخ یې تیزاب وشېندل شوو، ۲۳ کلنه وه.

هغه د هند بحري پوځ کې د نرسې پر دنده ګومارله شوې وه او د برید پر مهال له ډیلي نه ممبۍ ته رسېدلې وه. مجرم او د پریټي ګاونډي انکور پنور ویلي و، ځکه یې پر پریټي تیزاب وشېندل، چې هغې ورسره له واده کولو انکار کړی و.

۲۵ کلن پنور د وژنې او برید په جرم تورن شوی و او هغه کولای شي د پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي.

اغلې راتهي، چې برید کې یې سږو او سترګو ته سخت زیان اوښتی و، له پېښې یوه میاشت وروسته ومړه.

دغه برید د ۲۰۱۳ کال د مې پر دویمه نېټه شوی و. د هغې له مړینې وروسته د هند سترې محکمې فدرالي او ایالتي حکومتونو ته امر کړی و، چې د تیزابو پلور کنترول کړي.

محکمې امر کړی و، چې تیزاب باید یوازې هغو کسانو ته وپلورل شي، چې د پېژندګلوۍ کره اسناد ولري.

خو اعتراض کونکي وايي اوس هم په اسانۍ تیزاب تر لاسه کېږي. حکومتي شمېرې ښيي، چې هند کې هر کال دغه ډول سلګونه بریدونه کېږي، خو خیریه کارکونکي بیا دغه شمېرې تر منل شویو هغو ډېرې یادوي.