سوریه کې د اوربند په لومړیو ساعتونو کې نسبي ارامتیا راغلې

د انځور حقوق Reuters

په سوریې کې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب نوی اوربند له تېر ماښامامه پیل شوی دی. لومړني رپوټونه وايي، چې د شپې په اوږدو کې تر ډېره د اوربند په هوکړې عمل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دا به ښايي د متحدې سوریې لپاره د سولې وروستی فرصت وي.

بلخوا، مرستندویه ادارې هیله منې دي چې کلابندو سیمو ته به د مرستو رسول ژر تر ژره پیل کړي.

سربېره پر دې چې د اوربند د پایښت په اړه بشپړ ډاډ نشته خو بشري مرستندویه ټولنې تمه لري چې لږ تر لږه دوی خو به وکړی شي چې د حلب په څېر جګړه ځپلو ښارونو ته مرستې ورسوي.

سوري پوځ ویلي چې دوی اوربند پلی کړی خو یاغي ډلې لا تیارسئ حالت کې دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري چې د اوربند په مسلې کې ښکېل ؤ، خبرداری ورکړی چې دا به د سوریې وروستۍ موقع وي.

"دا زموږ په اند تر ټولو ښه شی ؤ او ولسمشر اوباما خورا ډېره هڅه وکړه چې یوه لاره ومومي چې که وکړای شي دغه خلک سره یوځای کښېناستلو ته راوبولي، او د هوارۍ لپاره یې باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. موږ فکر کوو د دغې شخړې د پای ته رسولو او نهايي سیاسي پایلې د ترلاسه کولو لپاره دا یوازینۍ رښتونې او شونې حل لاره ده."

ښاغلي کیري له ټولو خواوو وغوښتل چې له دې اوربنده ملاتړ وکړي ځکه چې دده په باور دا کېدی شي وروستۍ موقع وي کولی شي یوه متحده سوریه وژغوري.

خو ښاغلي کېري دا هم اضافه کړه چې اوس له وخته وړاندې ده چې وویل شي اوربند به څومره اغېزمن وي.

د انځور حقوق AP
Image caption پرون د سوریې ولسمشر بشارالاسد د اوربند هرکلی وکړ خو ویې ویل چې حکومت یې اوس هم "هوډ لري چې ټولې سیمې له ترهګرو ونیسي او بیرته یې ورغوي."

د اوربند له پلي کېدو سره سوري پوځ اعلان وکړ چې پوځي عملیاتونه یې د اوو ورځو لپاره درولي.

پر اوربند هوکړه د روسیۍ او امریکا ترمنځ له میاشتو میاشتو خبرو اترو وروسته د جمعې پر ورځ جنیوا کې وروستۍ شوه.

که اوربند تر اوو ورځو له کوم تاوتریخوالي پرته وغزېږي، روسیه او امریکا به په ګډه پر وسله والو ډلو همغږي هوايي ګوزارونه وکړي.

د حلب ښار کې د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمې کې، اسماعیل د سپینې خولې په نامه د ملکي دفاعي ډلې یو داوطلب کارکوونکی دی. ده بي بي سي ته وویل چې د اوربند له پیل کېدو سره د دې شاهد ؤ چې بمبارۍ ودرېدې.

دی وايي: "اوس کراري ده، زه د بمبارۍ، چورلکې او جګړې غږ نه اورم. د نن او پرون په پرتله اوضاع بدله شوې. وړاندې تر دې چې اوربند پیل شي د حلب ښار په ټولو سیمو درنه بمباري روانه وه. پر یوې سیمې شپږ بېلري بمونه وغورځول شول، خو اوس د حلب ښار په ختیځو څنډو کې حالت بېخي بدل دی."

پرون د سوریې ولسمشر بشارالاسد د اوربند هرکلی وکړ خو ویې ویل چې حکومت یې اوس هم "هوډ لري چې ټولې سیمې له ترهګرو ونیسي او بیرته یې ورغوي."

له کلونو راهیسې دیپلوماتیکي اړیکي پاتې راغلې او ویې نکړی شول د سوریې جګړه په لومړي سر کې مهار کړي، خو اوسنی اوربند چې د بي بي سي د جېرېمي بووېن په وینا د سیاستونو او ځواکونو د بدلون په بدل کې رامنځ ته شو، په سیمه کې د ښکېلو زبرځواکونو روسیې او امریکا لپاره یوه آزموینه ده.

ورته مطالب