د کډوالو لپاره انلاين پوهنتون

د انځور حقوق thinkstock
Image caption د نړۍ د بېلابېلو سیمو څخه ۵،۰۰۰ زده کوونکي "د خلکو آنلاین پوهنتون" د لوړو زده کړو کورسونو کې برخه اخلي

انلاین پوهنتون د سوريې د کورنۍ جګړې ۵۰۰ کډوالو ته په وړیا ټوګه د لوړو زده کړو په کورسونو کې ځای ورکوي.

د "خلکو پوهنتون" چې مرکز يې په کالیفورنیا کې دی، یوه ګړندۍ وده کوونکې خیریه پروژه ده چې غواړي هغو کسانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي چې علمي یا اکاډیمکې وړتیاوې لري خو پيسې نشي ورکولای یا دودیزو پوهنتونونو ته عملي لاسرسی نه لري.

د دې پوهنتون بنسټ اېښودونکی او رییس، شای ریشیف، وايي "د انټرنېټ د اختراع لپاره تر دې ښه دلیل نشته"

دا پوهنتون د څلورو کلونو بشپړ معتبر تحصیلي سندونه ورکوي، ټولې زده کړې د آنلاین له لارې کېږي، او د ۱۸۰ هېوادونو زده کونکي ورڅخه ګټه اخلي.

ښاغلی ریشیف په لندن کې بي بي سي سره یوې مرکې کې وویل "موږ د لوړو زده کړو ور پرانیستی دی. موږ د هغو کسانو لپاره یوه متبادله لاره پرانیستې چې کومه بله لاره نه لري- لکه د روانډا له نژادي ډله ییزو وژنو څخه ژوندي پاتې شوي کسان، د سوريې کډوالو، او د هایټي له زلزلې ژوندي پاتې شوي خلک،"

د امریکا په متحدو ایالتونو کې، دا پوهنتون خلکو ته له کوم سند پرته ځای ورکوي، که داسې نه وای نو هغوی به د ښو کارونو موندلو لپاره تحصیلي سندونه نشوای ترلاسه کولای او په عادی کالجونو کې د شمول لپاره به يې د اړتیا وړ کاغذونه نه درلودای.

د انځور حقوق Gettyimages
Image caption د پوهنتون بنسټ اېښودونکی وايي "پناه وړونکي د بل هر چا په پرتله د پوهنې روزنې ډېرحق لري"

کورسونه په ۴۰ بېلابېلو برخو باندې ویشل شوي، د هر کورس تر څارنې لاندې ازموینه ۱۰۰ ډالر لګښت لري- په دې توګه یو بشپړ تحصیلي سند یا ډګري ۴،۰۰۰ امریکايي ډالره کېږي.

له سوریايي کډواول دغه فیسونه نه اخیستل کېږي.

"کډوال د بل هرچا په پرتله د پوهنې روزنې ډېر حق لري. دا هغه خلک دي چې هر څه يې له لاسه ورکړي. ډېری به يې هېڅکله بیا خپلو هېوادونو ته ستانه نشي، او ماشومان او لمسیان به يې هم پناه وړونکي شي.

ښاغلی ریشیف وايي له دې حالته د وتلو یواځینۍ لاره تعلیم یا پوهنه روزنه ده، او د نویو هېوادونو په ټولنې کې د هغوی د ورګډېډو یواځینۍ لاره هم همدا ده."

د پوهنې او روزنې دا ارزانه لاره د علمي او تخنیکي بشردوستۍ په مرسته ممکنه شوې ده.

له دې امله د پوهنتون د زده کونکو شمېر په دوو کلونو کې له ۵۰۰ څخه ۵،۰۰۰ ته زیات شوی، او هیله کېږي چې دوه برابره نور به زیات شي.

Image caption شاې ریشیف غواړي چې د خلکو د پوهنتون د زده کونکو شمېر دوه برابره زیات شي

د انټرنېټ له لارې په دغو ټولګیو کې نژدې ۲۰-۳۰ زده کوونکي وي او هره اوونۍ ورته ۲۰ ساعته درس ورکول کېږي، د یو شمېر داوطلبو استادانو او د پوهنتون متقاعدو کارکوونکو له خوا چې ډېرې کمې تنخواګانې لري، ورته لارښونې، مرستې او د کورني کار مواد چمتو کېږي.

ښاغلی ریشیف وايي د استادانو کمی نشته.

"د دغو پروفیسرانو له نظره د پوهنې روزنې هغه بیه چې په تېره بیا د امریکا په متحدو ایالتونو او بریتانیا کې رواج ده ،ډېره لوړه او بې مفهومه ده."

موخه دا ده چې دا پوهنتون پر خپلو پښو ولاړ وي، پر ځان بسیا وي، خو ځینې ستر مرستندویان هم ورسره مرسته کوي، لکه د ګیټس موسسه، هیولیټ پکارډ او ګوګل.

او د پوهنتون په استادانو کې ځینې نامتو کسان هم شته لکه د اکسفورډ پوهنتون د رییس پخوانی مرستیال، سر کالین لوکاس، د کالیفورنیا د پوهنتون رییس، نیکولاس ډیرکس، د نیویارک د پوهنتون پخواني مشر، جان سیکسټڼ.

د انځور حقوق thinkstock
Image caption په زرګونو داوطلبه استادان زده کوونکو ته لارښونې کوي

د انټرنېټ له لارې لوړو زده کړو کې ډېر پام سترو پرانیستو آنلاین کورسونو ته وي چې په د مووکس (Moocs) په نامه یادېږي.

په هغو کې په لسګونو میليونه زده کونکي ګډون کوي، خو معمولا ورته د بشپړو تحصیلي سندونو پر ځای لنډ کورسونه جوړېږي.

خو د خلکو د دې پوهنتون تګلاره کاملا بل ډول ده.

دوی هغو زده کوونکو ته چې په سختو شرایطو کې دي تحصیلي سندونه چمتو کوي او د کار موندنې چانسونه یې زیاتوي.

په دې توګه دا پوهنتون یو لړ محدود مضمونو او موضوعاتو ته پام کوي، لکه کمپیوټر ساینس، روغتیا او سوداګري.

خو دا کار اسانه هم نه دی.

ښاغلی ریشیف وايي "د آنلاین له لارې زده کړه د هر چا لپاره نه ده، ډېره پیاوړې انګیزه او خپل ځاني ډسپلین غواړي. په دې معنا چې تاسو ټوله ورځ کار کوئ او بیا په ساعتونو ساعتونو په کور کې زده کړه کوئ،"

"په یو دودیز ټولګي کې، کېدای شي خوب درشي او ویده شئ، او وروسته کوم شی له خپل ملګري واخلئ. خو دلته دا ډېره سخته ده."

Image caption له کمبوډیا څخه زده کړه: دا پوهنتون د نړۍ هر ځای ته رسیدای شي

د کډوالو زده کونکو لپاره یو پلان شته چې هغوی ډېر منزوي پاتې نشي، ورسره خبرې کېږي چې که دوی دوه کاله آنلاین زده کړه وکړي او بیا وروستي دوه نور کلونه په یو سیمه ییز پوهنتون کې زده کړه وکړي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې، همدا اوس د کالیفورنیا د بیرکیلي پوهنتون سره اړیکي جوړې شوي، چې د خلکو د پوهنتون تر ټولو تکړه زده کونکي وکولاي شي له دوو کالو وروسته هلته زده کړه وکړي.

یوه بله راتلونکې پروژه دا ده چې غواړي په عربي ژیه هم ځینې کورسونه جوړکړي.

د خلکو پوهنتون د یوې ځانګړې موخې سره جوړ شو چې هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له نورو لارو څخه تحصیلي سندونه نشي ترلاسه کولای.

خو ښاغلی ریشیف وايي په داسې حال کې چې پر انټرنېټ دغسې نوښتونه وده کوي او پراخېږي، د لوړو زده کړو د راتلونکې بڼې په اړه نورې پوښتنې هم راپيدا کوي.

د خلکو د پوهنتون د مشرانو یوه غونډه: یو شمېر استادان او مرستندویه تخنیکي شرکتونه دغې پروژې سره مرسته کوي.

د نړۍ ډېر خلک د دغه پوهنتون زده کړو سره مينه لري.

د اقتصادي همکارۍ او ودي نړیوال سازمان (OECD) وروستي ارقام ښيي چې هره اوونۍ د یو نوي پرانیستل شوي پوهنتون په اندازه چینايي زده کونکي په دې پوهنتون کې برخه اخلي.

په لوېدیزو هېوادو کې، د زده کونکو شمېر په زیاتېدو دی، خو د فیسونو د زیاتېدونکي لګښت او د لاسرسي د ناانډولۍ په اړه یو لړ لانجمنې سیاسي پوښتنې شته دي.

ښاغلی ریشیف وايي د پر انلاين پوهنتونونو رامنځته کېدل به په دې هکله ځینې سختې تجارتي پوښتنې راولاړې کړي چې د لوړو زده کړو یو تحصیلي سند باید څومره لګښت ولري.

په تېره بیا، هغه وايي د ټیټ لګښت، پراخ لاسرسي رویه کولای شي د مخ پر ودې هېوادونو زده کونکو ته ګټه ورسوي، چې په اوسني وخت کې د استعداد له پلوه شتمن خو د فرصتونو له پلوه بېوزلي دي.

هغه وايي ډېری حکومتونه د لوړ اعتبار درلودونکو پوهنتونونو په پروژو کې پانګه اچوي، په داسې حال کې چې آنلاین پوهنتونونه، یا نیمه وختي آنلاین کورسونه، ډېر ښه ارزښت درلودای شي.

هغه وړاندوینه کوي چې که په نیمه صحرايي افریقا کې پوهنتونونه وکولای شي "خپل ورونه پرانیزي" د بېساري نوښتګرۍ امکانات به رامنځته شي.

هغه وايی "تاسوبه ووینئ چې راتلونکی آینشټاین به له زیمبابوې څخه راځي،".