د بنګلدېش په یوه کارخانه کې اور ۲۵ کسان ووژل

د انځور حقوق AFP

د بنګلدېش په ټونګي ښار کې د یوې کارخانې د بایلر له چاودېدلو وروسته د اور لګېدلو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي، د بسته بندۍ کارخانې په څلور پوزیړه ودانۍ کې د دې چاودنې پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان په کار بوخت وو.

د اور لمبې ژر ټولې ودانۍ ته خورې شوې چې له امله یې په لسګونو کسان ټپيان شوي هم دي.

اور تراوسه کنټرول شوی نه دی او مرستندویه کارکوونکي د مرګ ژوبلې له زیاتېدلو وېریږي.

د ځايي روغتون یو ډاکټر پروېز میا اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي"۲۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل دي."

ویل کیږي په بنګلدېش کې له دې مخکې هم په کارخانو کې ورته پېښې شوې او لامل یې هم د خوندیتوب بې معیاره تدابیر بلل کیږي.

پروسږ کال په پلازمېنه ډاکه کې د پلاستیکو کارخانه کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو.

پر ۲۰۱۳ کال هم په ډاکه کې یوه کارخانه له منځه تللې او ۱۱۳۵ کسان پکې وژل شوي و، په ۲۰۱۲ کال هم په همدغه ښار کې په یوه بله کارخانه کې اور د ۱۱۲ کسانو ژوند واخیست.

د انځور حقوق EPA
Image caption په بنګلدېش کې پخوا هم د ورته پېښو له امله په لسګونو کسان وژل شوي او لامل یې د خوندیتوب بې معیاره تدابیر بلل کیږي.

ورته مطالب