سوریې کې له نن له لمر لوېدو مخکې د اوربند تمه کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption سوریې کې نژدې پنځه کاله مخکې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد له پاڅون وروسته جګړه ونښته

تمه کېږي سوریې کې به له دوو ورځو بمباریو وروسته نن دوشنبه له لمر لوېدو مخکې اوربند وشي. دغه اوربند د امریکا او روسیې تر منځ له یوې هوکړې وروسته کېږي، چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونه ځواکونه ګډو عملیاتو کې د سخت دریځو جهادیانو پر ضد مبارزه وکړي.

هوکړه له څو میاشتو خبرو وروسته د سویټزرلنډ په جینیوا ښار کې وشوه او د سوریې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد د دغې هوکړې ملاتړ کړی دی، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د حکومت مخالف یاغیان تر کومه حده دغه هوکړه عملي کوي.

د ازادې سوریې پوځ په نوم د یاغیانو یوې ډلې د امریکا حکومت ته په یوه لیک کې ویلي، چې اوربند کې به مرسته وکړي، خو دوی په دې باور دي، چې ګټه به یې د سوریې حکومت ته ورسېږي.

احرار الشام نومي یوې بلې غښتلې ډلې بیا دغه اوربند رد کړی او وايي دوی له شپږو کلونو راهیسې د دغو مسایلو ' بې سېکه ' حل نه شي منلي.

د انځور حقوق AP
Image caption دغه اوربند د امریکا او روسیې تر منځ له یوې هوکړې وروسته کېږي

د دغې هوکړې له اعلانه وروسته د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې بمباري شوې، چې نژدې ۱۰۰ کسان په کې وژل شوي دي.

د سوریې حکومت مخالفانو په وینا ادلیب کې د یوه برید پایله کې ۶۰ کسان وژل شوي او دغه راز حلب کې د یوه بل هوايي برید پایله کې ۴۵ کسان وژل شوي دي.

ترکیې او اروپايي اتحادیې د دغه اوربند ملاتړ اعلان کړی او دې لړ کې یې د نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان ویلي سوریې کې اسلامي دولت نومي ډلې ته ماتې ورکول د ترکیې مسوولیت دی.

سوریې کې نژدې پنځه کاله مخکې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد له پاڅون وروسته جګړه ونښته، چې تر درې سوه زره ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

ورته مطالب