"که پاکستان توپیري چلند ته دوام ورکړي، جګړه نه ختمېږي"

د اوباما ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي؛ د ترهګرۍ پرضد د پاکستان جګړه به تر هغه پایته ونه رسېږي، ترڅو چې په نورو هېوادونو کې بریدکوونکو ډلو پر وړاندې د توپیري چلند پالیسي بدله نه کړي.

دا خبره د امریکا سنا مجلس د بهرنیو چارو په کمېټه کې پر افغانستان د بحث په لړ کې راپورته شوه.

د پوښتنو او ځوابونو پرمهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریجارډ اولسن وویل، پاکستاني امنیتي چارواکو سره خبرو کې دا خبره په ډاګه ویل شوې چې هغوی ته پکار دي ترهګرې ډلې له توپیر پرته په نښه کړي.

* هندو: ۲۰۱۱ کال راهیسې پاکستان سره د امریکا مرسته ٪۷۳ کمه شوې

* امریکا پر پاکستان میلیونونه ډالره پوځي مرسته درولې

* د حقاني شبکې د ځپلو په شرط له پاکستان سره د امریکا مرسته

اولسن دا هم وویل، د پاکستان په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات ډېر اړین دي او هغوی هلته د ترهګرو خوندي پټنځایونه په لمنځه وړلو کې ځینې بریالیتوبونه هم لرلي دي. هغه وویل، "پاکستان باید ددوی ټول خوندي ځایونه لمنځه یوسي او د هغوی د سازمانونو پر خلاف هم عملیات وکړي چې ګاونډي ملکونه په نښه کوي."

د خبرو پرمهال د ځینو سناتورانو وړاندیز دا و چې پاکستان د باور وړ ملګری نه دی او له حقاني شبکې سره په همکارۍ په افغانستان کې د امریکایانو پر خلاف عمل کوي.

ددوی په ځواب کې اولسن وویل، که پاکستان ددغو ډلو پروړاندې عملیات وکړي نو ورسره به په سیمه کې امنیت راشي او له ګاونډیو هېوادونو او امریکا سره به یې اړیکې هم ښې شي.

اولسن زیاتوي، "خو که پاکستان داسې ونه کړه نو په نړۍ کې به منزوي شي."

اولسن د حقاني شبکې او د هند ضد ډلو پروړاندې د عملیاتو نه ترسره کېدو یو لامل هم دا په ګوته کړ چې پاکستان د خپلو کورنیو ترهګرو پروړاندې د مبارزې ترڅنګ نه غواړي نورو ډلو سره یوه نوې جګړه پيل کړي.

هغه دا هم وویل، افغانستان کې امنیت له سیاسي لارو ټینګېدای شي او ددې کار لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ښو اړیکو ساتل اړین دي.

Image caption ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ویلي، اسلام اباد نه باید دا توقع څوک ونه لري چې د افغانستان جګړه وکړي

په تېرو څو میاشتو کې د امریکا په کانګرس کې د پاکستان ضد روحیه په پراخېدو ده چې او یو اغیز یې دا دی چې پر پاکستان د ایف -۱۶ الوتکو پلورلو منع شو او دې هېواد ته د ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته ورنکړل شوه.

پاکستان تل دا ويلي چې دا هېواد څومره هم د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي بیا هم ترې د لا نورو اقداماتو غوښتنې کېږي.

د چهارشنبې په ورځ ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي په خپلو خبرو کې وویل؛ له پاکستان نه باید دا تمه څوک ونه لري چې د افغانستان جګړه وکړي.

ورته مطالب