د اسراییلي الوتکو نسکورېدو په اړه د سوریې او اسراییلو ضد او نقیضې څرګندونې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جولان په لوړو کې د سوریې دولتي ځواکونو او مخالفینو جګړه - اسراییلو ویلي ښایي د توپ مرمۍ په قصدي ډول پر دغې سیمې ویشتل شوې نه وي

د سوریې او اسراییلو رسمي سرچینو د اسراییلي جنګي الوتکو د نسکورېدو په تړاو ضد او نقیض راپورونه خپاره کړي دي.

د سه شنبې په سهار د سوریې دولتي اژانس (سانا) ددې هېواد د وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ خبرپاڼه خپره کړې چې پکې ویل شوي و د سوریې ځواکونه توانېدلي د اسراییلو دوه جنګي الوتکې وغورځوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، په سیمه ییز وخت د سهار په یوې بجې اسراییلي الوتکو د سوریې په سوېل قنطیره کې ددې هېواد د پوځ ځینې مرکزونه په نښه کړل او په ځواب کې د سوریې دفاعي توغندیو یوه اسراییلۍ الوتکه وغورځوله او یوه بې پیلوټه اسراییلي الوتکه یې د ریف ولایت کې نسکوره کړه.

د سوریې د وسله والو ځواکونو عمومي قومندان ویلي، "د سوریې برید د ترهګرو ډلو په ملاتړ وشو او هدف یې ددغو ډلو د روحیې پياوړې کولو هڅه وه چې په قنطیره کې د پرلپسې ماتې خوړلو له امله کمزورې شوې ده." د سوریې دولتي چارواکي د حکومت مخالفې ډلې "ترهګر" بولي.

وړاندې د اسراییلو پوځ ویلي و، د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې ددوی هوایي ځواک د سوریې خاوره کې ځینې سیمې په نښه کړې. د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي و چې تېره ورځ د جولان په لوړو کې د اسراییلو تر ولکې لاندې سیمو باندې د توپ څو ډزې شوې وې او د سه شنبې ورځې هوایي برید ددغو ډزو د غچ اخستو لپاره شوی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د اسراییلو پوځ د مرمیو لګېدلو سیمې ارزونه کوي

د اسراییلو د پوځ ویاند په عین حال کې ویلي و چې ښایي د توپ مرمۍ په قصدي ډول پر دغې سیمې ویشتل شوې نه وي او د سوریې په خاوره کې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو د جګړې پرمهال په تېروتنې د جولان لوړو کې د اسراییلو تر ولکې لاندې سیمو باندې توغول شوې وي.

د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال دا لومړی ځل نه دی چې د اسراییلو پوځ د جولان په لوړو کې د مرمیو لګېدو په بدل کې د سوریې په خاوره کې ځینې هدفونه په نښه کوي.

د سوریې د وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ تر خبرپاڼې وروسته، د اسراییلو پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو وویل، د سوریې پوځ پر توپخانې تر هوایي برید وروسته، د سوریې پوځ له ځمکې هوا ته دوه توغندي وتوغول، خو د "اسراییلي الوتکو امنیت ته یې کوم خطر پېښ نه کړ."

د سوریې له خاورې د هوایي ضد توغندي توغولو خبر داسې مهال خپرېږي چې د سوريې دولتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ یې اوربند رامنځته شوی. دا اوربند د روسیې او امریکا د هڅو په پایله کې رامنځته شوی او د توندلارو اسلامپالو ډلو وسله وال پکې شامل نه دي.

د سوریې کورنۍ جګړې پرمهال اسراییلو هڅه کړې د جګړې د ښکېلو لورو په تړاو د چا په ګټه دریځ خپل نه کړي، که څه هم په ځینو مواردو کې چې په سوریه کې د ښکېلو لورو ترمنځ د ډزو تبادله کې مرمۍ په تصادفي ډول د اسراییلو خاورې باندې لګېدلي، غبرګون یې ښوولی دی. اسراییل خپلې خاورې ته د سوریې د جګړې غځېدلو مسوول د سوریې حکومت ګڼي.

د ۱۹۶۷ کال په جون کې د عربو او اسراییلو ترمنځ شپږ ورځنۍ جګړه کې د اسراییلو پوځ د سوریې ستراتیژیکه برخه د جولان په لوړو کې نژدې ۱۲۰۰ کیلومتر مربع ساحه ونیوله. نړیواله ټولنه دا سیمې "اشغال شوې سیمې" بولي او هلته د اسراییلو حضور د نړیوالو قوانیو پرخلاف بولي.

ورته مطالب