د اختر په ورځ هندو او مسلمان یو بل ته پښتورګي ډالۍ کړل

د انځور حقوق Getty
Image caption ډاګټران وايي دغه دواړه ناروغانې ځوانې وې، موږ ورته د پښتورګو پیوندول مناسب وګڼل.

د هند په راجستان ایالت کې دوو کسانو خپل یو پښتورګی د یوه بل مېرمنو ته ډالۍ کړي دي. دغه دواړه کسان چې یو یې انور احمد او بل یې وینود مهرا نومېږي د دوو بېلو مذهبونو منونکي دي، چې یو یې مسلمان او بل هم هندو دی.

د هند تایمز آف انډیا ورځپاڼه کاږي، دغه دوې مېرمنې له کلونو راهیسې د پښتورګو به رنځ اخته وې او د راجستان په ایالتي روغتون کې د دېالېسس (dialysis) عمل له لارې ورسره طبي مرسته کېده.

رپوټ وایي، د لوی اختر په درشل کې د دوو بېلو مذهبونو منونکو دغو کورنیو د ورورولۍ دغه پیوند د بشریت تر منځ د خلوص څرګندونه کوي.

ورځپاڼه وایي د پښتورګو پیوند دغه عملیات د راجستان د جېپور ښار په یوهه خصوصي روغتون کې تر سره شوی.

خو ځانګړتیا یې دا ده چې وېنود چې هندو دی خپل یو پښتورګی یوې مسلمانې مېرمنې ته ورکړ چې په بدل کې یې د هغې خاوند د ده مېرمنې ته خپل یو پښتورګی ورکړ.

د انځور حقوق TOI
Image caption د دغه روغتون ډاکټران وایي دا لومړۍ ځل دی چې د دوو مختلفو مذهبونو لارویان خپل پښتورګي یو بل ته ورکوي.

د دغه روغتون ډاکټران وایي دا لومړۍ ځل دی چې د دوو مختلفو مذهبونو لارویان خپل پښتورګي یو بل ته ورکوي.

د دغې ورځپاڼې په آنلاین پاڼه کې یو لنډ وېډیويي کلېپ دواړه کورنۍ په روغتون کې د یو بل تر څنګ ښیي.

د دغو ناروغانو روغتیا پال ډاکټر وایي تسلیم جهان له دوو میاشتو راهیسې په دغه روغتون کې د دیالېسس درملنې لاندې وه، په داسې حال کې چې انیتا له څو کلونو راهیسې د دیالېسس درملنې لپاره ته دلته راځي.

دغه ډاکټر زیاتوي کله چې د یوه ناروغ پښتورګي له کاره لوېږي باید تل د دیالېسس عمل تر سره کړي او یا یې پیوند کړي.

نوموړی وایي دا چې دغه دواړه ناروغانې ځوانې وې، موږ ورته د پښتورګو پیوندول مناسب وګڼل.

د انځور حقوق AFP

د دوی په کورنۍ کې داسې څوک نه وو چې د وینې ګروپ دې له دوی سره ورته وي، چې د پښتورګي پیوند آسان او ارزانه شي.

خو د دغو مېرمنو د وینې ګروپ د یو بل د مېړنو د وینې له ګروپ سره ورته وو.

په لومړي سر کې دوی د پښتورګو ورکولو ته چمتو نه وو، ځکه وايي مذهبونه یې سره جلا دي، خو رپوټونه وايي، مذهبي مشرانو دوی دې ته راضي کړل چې دغه د خیر کار باید ونه ځنډوي.

همدا و چې دغه دوه کورنۍ چې یوه یې هېندو او بله یې مسلمانه وه د پښتورګو ورکړې ته راضي شول.

ورته مطالب