هند بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اېپ پیل کړل

د انځور حقوق Getty
Image caption هند په ۱۹۷۴ کال د بلوچستان لپاره په بلوچۍ ژبه راډیویي خپرونې پیل کړې.

رحمان الله بي بي سي پېښور

د هندوستان دولتي خپرنیزې ادارې (ال انډيا ريډيو) د جمعې په ورځ بلوچي ويبپاڼه او د يو موبايل اپ پيلول اعلان کړل.

دې نشرياتي ادارې ويلي، دغه ګام یې د بلوچستان د حالاتو په اړه د هند د لومړي وزير نريندر مودي له وروستیو څرګندونو سره تړاو نه لري.

د هند دولتي راډيو له وړاندې هم په لنډو څپو په بلوچي ژبه کې يو ساعته خپرونه لري، چې په ۱۹۷۴ کال پیل شوې ده.

د هند لومړي وزير نرېندر مودي تيره مياشت يوې خبري غونډې ته ويلي و، هند به په بلوچستان او ګلګت بلتستان کې د پاکستان حکومت زياتي ته د نړۍ توجه اړوي او اسلام اباد ته به د دې زياتي ځواب ورکول پکار وي.

له هغه وروسته د اګسټ پر ۱۵ د هند د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې نرېندر مودي یو ځل بیا بلوڅانو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د بلوچستان د مسلې د راپورته کولو له امله یې مننه ترې کړې ده.

له هغه وروسته هندي رسنیو د بلوچستان په تړاو ډېر خبرونه، شننې او له ملتپالو بلوڅانو سره مرکې خپرې کړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption د هند دولتي خپرنیزې ادارې مشر وايي، د بلوچۍ وېبپاڼې او اېپ پیلولو هدف په دې اداره کې د نوې ټکنالوجۍ پراخول دي

خو د هند د دولتي نشرياتي ادارې مشر امن جیوټي مجومدار بي بي سي ته ویلي، دا بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اپ پیلول د حکومت له نوې پالیسۍ سره تړاو نه لري.

د هغه په خبره "د ال انډیا راډیو د بهرنیو خپرونو څانګه په ۲۷ ژبو کې پروګرامونه خپروي ـ په دې اداره کې د نوې ټیکنالوجۍ د پراخولو یو پروګرام لا د مخه پیل شوی، چې له مخې یې تراوسه ۱۲ وېبپاڼې پرلیکه شوې ـ د بلوچي ژبې نوې وېبپاڼه هم په دې لړ کې ده."

خو پاکستان تور لګوي چې هند په بلوچستان کې د ملتپالو بلوڅانو ملاتړ کوي او هلته په روان وسله وال پاڅون کې لاس لري.

د بلوچستان په تړاو د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي له څرګندونو وروسته د اسلام اباد چارواکو وویل، د هغه له خبرو ثابتیږي، چې نوی ډېلی په بلوچستان کې لاسوهنه کوي.

د بلوچستان لپاره د وېبپاڼې او موبایل اېپ دا خبر په داسې مهال دی چې امريکا ويلي د پاکستان يووالي او ځکمنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ نه کوي.

Image caption د روان کال په مارچ میاشت کې پاکستاني چارواکو رسنیو ته داسې کس وښود، چې ویل یې هندی دی او په بلوچستان کې یې جاسوسي کوله

دا دريځ د هند هغه پلان ته تاوان دی چې غواړي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په غونډه کې پاکستان د کشمير د شخړې له پورته کولو منع کړي.

د هند د يو خبريال د دې پښتنې په ځواب کې چې بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونې او د ازادۍ په اړه د امریکا پاليسي څه ده د امريکا د دفاع وزارات وياند جان کربي خپل بيان تکرار کړ او ویې ویل، امريکا د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ نه کوي.

هم دغه راز امريکا يو وار بيا په پاکستان کې د ټولو وسله والو ډلو په ضد د ګام پورته کولو غږ وکړ.

ورته مطالب