ټرمپ: د کلېنټن ساتونکي بې وسلې کړئ، وګورئ څه پېښیږي

د انځور حقوق AP

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې سیالې هېلري کلېنټن د ساتونکو د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل "باید وروسته ولیدل شي، چې څه پېښیږي؟"

ښاغلي ټرمپ په میامي کې د خپلو پلویانو یوې ټاکنیزې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړه، مېرمن کلېنټن د متحده ایالتونو د اساسي قانون د دویم متمم "له منځه وړل غواړي" چې د وسلې لرلو او ګرځولو لپاره د خلکو حق خوندي کوي.

هېلري کلېنټن د وسلې د ترلاسه کولو لپاره د لا ډېرو سختو مقرراتو وضع کول غواړي، خو هیڅکله یې هم نه دي ویلي، چې د دې متمم له منځه وړل یا لرې کول غواړي.

د مېرمن کلېنټن ټاکنیز مرکز د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي، نوموړي داسې چلند غوره کړی، چې پکې تاوتریخوالی دودیږي.

ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د پولیسو او د هغوی د هڅو ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption هېلري کلېنټن د وسلې پر ګرځولو د مقرراتو سختېدل غواړي.

د جمهوریپالو نوماند ادعا کوي، مېرمن کلېنټن داسې څوک ده، چې "د ديوالونو تر شا ژوند کوي او له پوښښي صندقونو(Hedge fund) د خپل ټاکنیز مرکز لپاره پیسې ټولوي."

هغه زیاته کړې: "فکر کووم، د هغې( مېرمن کلېنټن) ساتونکي باید وسلې وغورځوي، هغه باید بې وسلې شي، فکر کووم له ځنډ پرته بې وسلې شي. تاسو څه فکر کوئ؟"

د جمهوريپال ګوند نوماند زیاتوي: " وسلې یې ونیسئ، هغه(مېرمن کلېنټن) وسله نه غواړي، وسلې یې ونیسئ او پوه شئ چې هغې ته څه پېښیږي، ډېر خطرناک شرایط به وي"

د امریکا استخباراتي اداره له میاشتو راهیسې د مېرمن کلېنټن او ښاغلی ټرمپ ساتنه کوي.

د اغلې کلېنټن د ټاکنیز مرکز مدیر رابي موک ويلي، دا ډول خبرې د منلو نه دي او باید د جمهوریپال ګوند مشران یې وغندي.

ډونالډ ټرمپ میاشت مخکې هم په یوه ټاکنیزه وینا کې ویلي و، وسله لرونکي هېلري کلېنټن درولی شي.

دا ډول خبرې د مېرمن کلېنټن د ترورو د ګواښ په معنا وبلل شوې، که څه هم ښاغلي ټرمپ ادعا کوله چې رسنیو یې څرګندونې ناسمې تعبیر کړې دي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب