کشمیر کې پر هندي پوځي اډې برید '۱۷ پوځيان وژلي'

د انځور حقوق AP
Image caption دا اډه پاکستان سره د کنټرول کرښې ته څېرمه پرته ده.

د هند پوځ وايي، د هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې اورپکو د هندي پوځ پر یوې اډې برید کړی چې لږترلږه ۱۷ پوځيان پکې وژل شوي. برید کې څلور بریدګر هم وژل شوي.

د هندي پوځ یوه افسر بي بي سي ته ویلي، په وسلو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو د (اوري) په نامه پر یوې پوځي اډې د یکشنبې پر ګهیځ برید وکړ او اډې ته یې اور ورته کړ.

دا اډه پاکستان سره د کنټرول کرښې ته څېرمه پرته ده.

دا پېښه په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلي وضعیت ښکارندویه ده.

پر پوځي اډې برید وروسته تر هغې شوی، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر له غوسې ډک لاریونونه دوامن لري، چې له کبله یې هلته ګرځبندیز لګول شوی دی.

له غوسې ډکو څه باندې دوو میاشتنیو لاریونونو پرمهال تر ۸۰ ډېر کسان، چې نژدې ټول د حکومت مخالف لاریونیان وو، وژل شوي دي.

اوس د هند پوځ څېړنې چې په سیمه کې پټ شوي اورپکي پید کړي.

د هندي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي ''موږ خپلو ۱۷ وژل شویو پوځیانو ډېر غمجن کړي یو''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هندي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي ''موږ خپلو ۱۷ وژل شویو پوځیانو ډېر غمجن کړي یو''.

په ۱۹۴۷ کال، د هند او پاکستان تر ازادۍ وروسته، دواړو ګاونډیو هېوادونو درې ځلې جګړې کړې دي، چې دوې جګړې یې د کشمیر پر سر وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption له غوسې ډکو څه باندې دوو میاشتنیو لاریونونو پرمهال تر ۸۰ ډېر کسان، چې نژدې ټول د حکومت مخالف لاریونیان وو، وژل شوي دي.

ورته مطالب