روسیه: پر سوري پوځ د امریکا برید وښوده چې له داعش دفاع کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا وايي، دیر الزور کې یې وروسته تر هغه بریدونه ودرول، چې ګني هلته د سوریې پوځيان دي چې په وینا یې که مخکې خبر وای چې هلته سوري پوځيان دي، هېڅ هوايي برید به یې نه و کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د اوربند په تړاو د امریکا د دولت پر کړنو ټینګه نیوکه کړې او امریکا یې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې په ملاتړ تورنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: "که له نصرت جبهې مو د امریکا د ملاتړ په اړه شک درلود، اوس د سوریې پر پوځ د امریکا هوايي برید د نړۍ ټولو خلکو ته وښوده چې د امریکا دولت له داعش دفاع کوي. "

د امریکا په مشرۍ ایتلاف منلې ده، چې د سوریې ختیځ کې یې په هوايي برید کې په "تېروتنې" د سوريې پوځي هدفونه په نښه کړي.

د امریکا د دولت یوه ویاند پر دې پېښې پښیماني ښودلې او وايي چې د سوریې پوځيان په لوی لاس نه دي په نښه شوي.

* سوریه کې د اوربند په لومړیو ساعتونو کې نسبي ارامي راغلې

* د اوبند رامنځ ته کېدو دشل کې سوریه کې د بمباریو دوام

رپوټونه وايي، په دې برید کې د سوریې ۶۲ پوځيان وژل شوي دي.

روسیه وايي، دغه پوځيان دیر الزور ښار ته څېرمه له داعش سره په جګړه بوخت وو او د امریکا برید د داعش په ګټه تمام شوی دی.

امریکا ویلي، وړاندې یې په سیمه کې د عملیاتو په اړه روسیه خبره کړې وه، خو د سوریې پر پوځ یې د برید هوډ نه درلود.

د انځور حقوق AP
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: "که له نصرت جبهې مو د امریکا د ملاتړ په اړه شک درلود، اوس د سوریې پر پوځ د امریکا هوايي برید د نړۍ ټولو خلکو ته وښوده چې د امریکا دولت له داعش دفاع کوي. "

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ددغې پېښې د څېړنې په درشل کې ده.

وړاندې روسیې د دغه هوايي برید په غبرګون کې د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې جوړولو غوښتنه کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې سامنتا پاور د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې لپاره د روسیې پر غوښتنې نیوکه کړې وه چې په وینا یې د سوریې جګړه کې د روسیې لاسونه هم په وینو سره دي.

پر همدې مهال، د شنبې په ورځ یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته وویل: "د سوریې په ډېرو برخو کې د جګړه مارو ډلو ترمنځ د ځای ځای جګړو سربېره، لاهم اوربند دوام لري او تاوتریخوالی ډېر کم شوی دی. اوس د سوریې د دولت له خوا ددې همکارۍ اړتیا ده چې جګړې ځپلو سیمو ته د بشردوستانه مرستو د کاروانونو د تګ اجازه ورکړي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوري پوځيان دیرالزور کې د داعش پروړاندې جنګېږي

روسیې د یوه سوري قومندان له خولې ویلي، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف درو الوتکو د داعش پرمختګ او د دیر الزور په لوړو کې د یوې سیمې له سقوط سره مرسته کړې ده.

امریکا وايي، دیر الزور کې یې وروسته تر هغه بریدونه ودرول، چې ګني هلته د سوریې پوځيان دي چې په وینا یې که مخکې خبر وای چې هلته سوري پوځيان دي، هېڅ هوايي برید به یې نه و کړی.

پر همدې مهال مسکو وايي، دا ډول بریدونه داعش ته د پرمختګ لاره هواروي.

ورته مطالب