د نیویارک بمي برید په تړاو پنځه کسان نیول شوي

Image caption رپوټونه وايي، چاودېدونکي توکي په یوه خځلنۍ کې ځای پرځای شوي وو

رپوټونه وايي، د امریکا نیویارک ښار کې د شنبې ورځې د بم چاودلو او ورڅېرمه د چاودېدونکو توکو له موندلو وروسته د برید په تړاو پنځه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د شنبې په ورځ د نیویارک منهاټن په چیلسي سیمه کې چاودنې لږترلږه ۲۹ کسان ټپیان کړل.

د اې بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د اېف بي ای پولیسو دغه مشکوک کسان له بروکلین او استتن ټاپو څخه نیولي.

* چاودنې نیویارک کې دوه کسان وژلي دي

رپوټونه وايي، نیویارک کې د شنبې ورځې له چاودنې وروسته، په ورڅېرمه سیمه کې دوه د پخلي دېګونه هم موندل شوي، چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي وو

چارواکي وايي، دا یو ترهګریز عمل و، خو انګیزه یې لا نه ده معلومه شوې.

د نیویارک ښاروال د یکشنبې په ورځ وویل: "ایا دغه برید سیاسي انګیزه لرله؟ شخصي انګیزه وه؟ ځواب نه ورته لرو".

د انځور حقوق AP
Image caption د نیویارک ښاروال د یکشنبې په ورځ وویل: "ایا دغه برید سیاسي انګیزه لرله؟ شخصي انګیزه وه؟ ځواب نه ورته لرو".
د انځور حقوق NYCityAlerts

د نیویارک والي اندرو کومو هم ویلي، نیویارک کې د شنبې شپې چاودنه ترهګریز عمل و، خو له نړیوالو ترهګرو ډلو سره یې د تړاو په اړه کوم شواهد نه دي موندل شوي.

ښاغلي کومو د یکشنبې به ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: "نیویارک کې چاودنه یو ترهګریز عمل ګڼل کېږي، خو دغه برید له نړیوالو ترهګرو ډلو سره کوم تړاو نه درلود. په بله وینا، موږ د چاودنې او د داعش په څېر ډلې ترمنځ کوم تړاو ونه مونده".

د چیلسي چاودنه په سیمه ییز وخت د شپې نهه بجې وشوه، چې ورڅېرمه کټارې یې ړنګې کړې او غږ یې په ځینو ورڅېرمه سړکونو هم واورېدل شو.

دا چاودنه څو ساعته وروسته تر هغه وشوه، چې د نیویارک ګاونډي نیوجرسي ایالت کې هم د دوو خیریه سیالیو د مراسمو سیمې ته څېرمه چاودنې سیالۍ وځنډولې.

د شنبې په شپه میناسوټا ایالت کې یوه سړي د خرڅلاو په یوه مرکز کې په چړې لږترلږه اته کسان ټپیان کړل، چې وروسته برید کوونکی د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د دغه برید پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې ومنله. اېف بي ای دا یو ترهګریز برید وباله.

له دغو بریدونو وروسته نیویارک ښار ته نژدې زر مرستندویه ځواکونه استول شوي دي.

Image caption چیلسي کې دوه ځایه چاودېدونکي توکي موندل شوي

چیلسي سیمه د نیویارک په منهاټن کې له هغو تفریحي سیمو ده، چې تر ډېره پکې کرۍ شپه خلک مېلې کوي.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې په پام کې ده راتلونکې ورځې نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي ناسته جوړه شي. په ناسته کې د نړۍ ځینې مشران هم ګډون کوي. ولسمشر اوباما به د یکشنبې په ورځ دغه ښار ته سفر وکړي.

د انځور حقوق Liz Mandel Twitter
Image caption خواله رسنیو کې نیویارک مېشتو د پېښې د ځای بېلابېل انځورونه خپاره کړي

ورته مطالب