نړۍ کې د کب نیونې تر ټولو لرغوني چنګک

Image caption پرمختللی انسان په لومړي ځل ۵۰ زره کاله وړاندې د سمندرغاړې ډېر لیرې ټاپو ته لېږدېدلی دی.

لرغونپوهانو د جاپان اوکيناوا ټاپو په یوه غار کې د کب نيونې تر ټولو زوړ چنګک موندلي دي. د یوې څېړنې له مخې دغه جوړه چنګک۲۳۰۰۰ کاله لرغونتيا لري او د حلزون له پوټکي څخه جوړ شوي چې له یو شمېر نورو توکو سره یوځای موندل شوي دي.

انګیرنه کېږي چې انسانان به د سرچينو له کمښت سره سره په دې ټاپو لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې اوسېدلي وي.

دا څېړنې ښيي، هغه مهال د سمندري ټکنالوژۍ تر هغې پرمختللې بڼه کارېده چې تر اوسه يې فکر کېده.

پرمختللی انسان په لومړي ځل ۵۰ زره کاله وړاندې د سمندرغاړې ډېر لیرې ټاپو ته لېږدېدلی دی.

که څه هم هغه مهال د لومړنیو انسانانو لپاره د ځمکې پر سر د خپل نسل د ډېرولو لپاره ښکار ته اړتیا لرله، خو له سمندري ټکنالوژۍ سره ډېر اشنا نه وو، یوازې اندونیزیا او اوسني پاپوا ګیني کې یې ځینې نښې موندل شوې دي.

نوې څېړنې ښيي چې شمال ته د ارام سمندر لوېدیځې سمندرغاړې ته له شمالي برخو نه د سمندري ښکار لړۍ پیل شوې ده.

وړاندې پوهانو د اندونیزیا په تیمور ټاپو کې د کب نیونې چنګکونه هم موندلي وو، چې لرغونتوب یې شاوخوا ۱۶ زره کاله اټکل شوی و، خو پاپوا ګیني کې بیا ۱۸ زره کاله پخواني چنګکونه موندل شوي وو.

د جاپان په یوه غار کې پوهانو د کب نیونې دوه کړۍ غوندې چنګک له ځینو نورو توکیو، کودیو او د پخوانیو خوړو له ځینو پاتې شونو سره یوځای موندلي دي.

* د لرغونو انسانانو له رازونو پرته پورته کوونکې سمڅې

* تر اوبو لاندې د مصر لرغوني اثار

* بلخ کې د لرغونو اثارو د رغونې هڅې

ورته مطالب