د نیویارک پولیسو مشکوک افغان الاصله امریکايی نیولی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نیویارک چارواکي وايي هغه مشکوک افغان الاصله امریکايی يې نیولی چې د چیلسي سیمې چاودنې شک پرې کېږي.

دغه کس احمد خان رحمي (رحیمي؟) بلل شوی، چې وايي ۲۸ کلن امریکایی دی او افغانستان کې زېږېدلی دی.

د اليزابت سيمې ښاروال ويلي د نيولو پر مهال ده پر پوليسو ډزې کړې چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

له سيمې څخه تصويرونه او ويډیوګانې هم ښيي چې دغه مشکوک کس ټپي او نيول شوی دی.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ويل کېږي احمد خان څو کاله وړاندې افغانستان ته تللی و.

د امریکا په نيوجرسي کې يو شمېر عينی شاهدانو هم رسنيو ته ویلي، چې د يوه مشکوک کس او پوليسو تر منځ ډزې شوې او وروسته دغه کس نيول شوی دی.

د نيويارک په دغه چاودنه کې ۲۹ کسان ټپیان شوي وو.

د دوشنبې په ورځ ګهیځ وختي نیو جرسي کې یو لاسي بېک هغه مهال چې روباټ هڅه کوله په کې چاودیدونکي توکي خونسا کړي وچاودېد.

* د نیویارک بمي برید په تړاو پنځه کسان نیول شوي

* نیویارک ښار کې چاودنې ۲۹ کسان ټپیان کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تر دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي وو چې په نيويارک کې د يکشنبې په ورځ له سيمې ترلاسه شویو توکيو څخه دا معلومېږي چې دواړه چاودنې د بخار ديګ په مرسته ترسره شوې دي.

بلخوا د امريکا پلټونکې ادارې اېف بي ای په دغه بريد کې د ښکېلو مشکوک پنځو کسانو د نيولو خبر رد کړی، خو وايي د معلوماتو د راغونډولو په موخه يې له څو مشکوکو کسانو پوښتنې کړې دي.

چارواکي وايي په دغه بريد کې کارول شوي توکي د ۲۰۱۳ کال د بوسټن بريد له چاودېدونکو توکو سره ورته دي.

د امريکا د نيويارک والي اينډيو کومو ويلي د دغه ښار پېښه يو "ترهګريز بريد" و خو تراوسه په دغه پېښه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د لاس لرلو په اړه شواهد نه دي راڅرګند شوي.

ښاغلی کومو ويلي، دغه بريد ډېر زيان اړولی، خو له "نېکمرغه چې څوک په کې وژل شوي نه دي".

د انځور حقوق NYPD
Image caption ویل کېږي مشکوک کس احمد خان ۲۸ کلن امریکایی دی او افغانستان کې زېږېدلی.

د نيويارک چارواکي وايي د امنيت د لاټينګولو په موخه يې د ښار په مهمو برخو کې ۱۰۰۰ نور امنيتي سرتېري هم په دندو ګومارلي دي.

چارواکو وړاندې د نوموړي کس په اړه خبرداری خپور کړی و چې ښايي "وسله ولري او خطرناک" وي.

دواړه بمونه چې د شنبې په ورځ نیویارک کې وچاودېدل او هغه نور چاودېدونکی توکي، چې شاوخوا نژدې موندل شوي وو، په دیګ بخارونو کې ځای پر ځای شوي وو.

دیګ بخارونو کې چرې هم وې.

د انځور حقوق CBS

له چاودیدونکو توکو هغه ډک لاسي بکس د نیویارک الیزیبت سیمې د رېل ګاډي تمځای ته نژدې موندل شوی و.

هغه بکس د خاورو خځلو له یوې ډبې نه دوو کسانو په دې هیله پورته کړی و، چې ښايي ارزښتمن شیان به په کې وي.

ورته مطالب