مسلمانه استرالیایۍ د بورکیني له کبله له سمندرغاړې وشړل شوه

 زینب الشلح د انځور حقوق CHANNEL 7
Image caption زینب الشلح وايي: "که څه هم پر بورکیني بندیز لغوه شوی دی، خو د سیمې اوسېدونکو زموږ سپکاوی وکړ".

یوه مسلمانه استرالیایۍ مېرمن د فرانسې له یوه سمندرغاړي د لامبو وهلو د مشهور بورکیني اغوستلو له کبله ایستل شوې ده. ۲۳ کلنه زینب الشلح له مسلمانو مېرمنو سره د خواخوږۍ لپاره فرانسې ته تللې وه.

زینب الشلح، چې د طب محصله ده، د استرالیا رسنیو ته ویلي غوښتل یې له فرانسوي مېرمنو سره د همغږۍ خپل غږ پورته کړي، همدا وو چې اروپا ته یې سفر وکړ.

د استرالیا اوم تلوېزیوني چینل د سیمې د ځینو اوسېدونکو وېډیو خپره کړې، چې پولیسو ته وايي الشلح باید له سمندرغاړې وشړله شي.

د فرانسې عالي محکمې په ګڼو سمندرغاړو کې پر بورکیني بندیز لګول لغوه کړی دی.

د فرانسې د ښاروالیو مشرانو، چې د دغه قانون د بندیز وړاندیز یې کړی و، ویلي بورکیني کې ټول بدن پټېږي، کټ مټ لکه د اسلامي حجاب غوندې.

الشلح وايي، له کورنۍ سره یې فرانسې ته سفر کړی چې هلته دا څرک ولګوي ایا "له مسلمانو مېرمنو سره د طبیعي ژوند کولو په لارو چارو کې کومه همکاري کولی شي او که نه".

* د فرانسې محکمې پر بورکیني لګیدلی بندیز لغو کړ

* فرانسه کې د "بورکینې بندیز" په تړاو راپارېدلي بحثونه

په یوه خپره وېډیو کې ښکاري چې پولیسو الشلح او د هغې کورنۍ ته د فیلنوف – لوبېه ښار له سمندرغاړي د وتلو امر کړی دی.

الشلح وايي: "که څه هم پر بورکیني بندیز لغوه شوی دی، خو د سیمې اوسېدونکو زموږ سپکاوی وکړ".

دا وايي، دا نظر چې ګني مسلمانې مېرمنې د حجاب اغوستلو او یا سر پټولو ته اړایستل شوې، ناسمه خبره ده:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بورکیني ډیزاینوونکې استرالیایۍ عاهدې زینتي ویلي، بورکیني د ازادۍ او صحي ژوند جامه ده، نه د زور کالي.

"دا زموږ د عقیدې برخه ده، زموږ دیني شعار او د اسلام یوه نښه ده، هلته تګ او د حجاب اغوستل ښځو ته ارامي وربښي".

د بورکیني ډیزاینوونکې استرالیایۍ عاهدې زینتي ویلي، بورکیني د ازادۍ او صحي ژوند جامه ده، نه د زور کالي.

دا وايي: "دا د استرالیا جامې دي، استرالیا کې پیدا شوې او خپرې شوې دي".

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب