هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي

د انځور حقوق AFP
Image caption لاریونوال اوس د انساني حقونو د ملاتړ په نوم مظاهرې کوي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې حالات اوس هم پوره سم شوي نه دي، ځکه د مظاهرو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي.

د پولیسو ویاند وايي، د سې شنبې په ورځ هم ۶۴ کسان نیول شوي دي.

په کشمیر دره کې د تېر جولای پر اتمه د بېلتونپالو د یو مشر برهان واني له وژنې وروسته د لاریونونو لړۍ پیل او ور سره ناامني پیدا شوه.

د پولیسو په خبره، تراوسه له ۳۵۰۰ ډېر کسان نیول شوي چې بېلتونپالي هم پکې دي.

پر نیول شویو خلکو د مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي کولو، تاوتریخوالي ته د خلکو پارولواو د هند په مخالفت کې نارو وهلو تورونه دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات سینګ د حالاتو د عادي کولو لپاره د سپټمبر ۱۱ نېټه ټاکلې وه.

د انځور حقوق EPA
Image caption د هند د کورنیو چارو وزیر ویل، چې ډېر ژر به په کشمیر کې حالات سم شي.

هغه ویلي و، چې په یوه اونۍ کې د ننه به په کشمیر کې حالات عادي شي، ځکه یې د امنیتي ځواکونو شمېر هم کم کړ.

هغه وخت یې ویلي و، ښوونځي به پرانیستل شي او سوداګریزې هڅې به پیل شي، خو تراوسه داسې ونه شول.

د بېلتونپالو او مظاهره چیانو پرضد پیل شوې هڅې لا هم روانې دي- د حالاتو د نه عادي کېدلو له امله د هند د حکومت پرضد هم د خلکو غوسه زیاته شوې ده.

د هند ترواک لاندې کشمیر کې د لاریونونو لړۍ روانه ده.

اول دا مظاهرې د برهان واني د مرګ په خلاف کېدلې، خو اوس حالات بدل شوي، دا مظاهرې اوس د انساني حقونو خبره ډېره پورته کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption لاریونوال د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ضد له ډبرو کار اخلي.

امنیتي ځواکونه د شپې مهال په یو نه یو ځای چاپه اچوي، خلک نیسي او په سبا ورځ یې سهار خلک بهر را وځي او د دې نیونو پرضد لاریون کوي.

د مدني ټولنو ایتلاف چې د انساني حقونو په برخه کې هم کار کوي، د ویاند خرم پروېز د نیولو په خلاف د چهارشنبې په ورځ په محکمه کې درخواست واورول شي.

هغه په کپواره جېل کې ساتل شوی او معیوب دی او وکیلان یې نیول او په بند کې ساتل ناقانونه ګام بولي.

د وکیلانو په خبره، نوموړی په داسې بند کې ساتل کیږي، چې د معیوبو خلکو لپاره مناسب نه دی.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب