امریکا روسیه پر مرستندویه کاروان د برید مسووله بولي

د انځور حقوق EPA
Image caption روسیه وايي، د زیانمنو شویو موټرو نښې ښيي چې دا برید هوايي نه و.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، روسیه د هغه هوايي برید مسووله بولي چې د دوشنبې په ورځ پکې د سوریې له حلب ښار سره نژدې مرستندویه کاروان په نښه شو.

سپینې ماڼۍ دا پېښه "لویه انساني غمیزه" بللې ده.

په دا مهال امریکايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، دوه روسۍ الوتکې د دې برید مسوولې دي.

خو روسیه په دې پېښه کې د خپلو او د سوریې د حکومتي ځواکونو ښکېلتیا په کلکه ردوي او وايي، دا پېښه د هوايي برید له امله نه، بلکې پر ځمکه د اور لګېدلو له کبله شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت بیانیه وايي: "داسې کنده نه لیدل کیږي او نه د ویجاړو شویو موټرو پاتې شوني داسې نښه لري چې وښيي له هوا په غورځول شوي بم زیانمن شوي دي".

د انځور حقوق AFP
Image caption سپینه ماڼۍ وايي، دا برید د دوو لورو مسوولیت دی، د سوریې د رژیم او یا هم د روسیې د حکومت.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وايي، د امریکا حکومت داسې"اسناد نه لري" چې خپله دعوه پرې ثابته کړي: "دا پېښه له موږ سره هیڅ تړاو نه لري."

خو امریکايي چارواکي له نوموښودنې پرته وايي، دوو روسیو الوتکو په هغه مهال او ځای کې الوتنه درلوده، چې د مرستو کاروان په نښه شو او لوګي یې پورته کېدل.

د دوی په خبره، دا بریدونه ډېر پرمختللي او د سوریې د پوځ له وسه پوره نه دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند بین راډز لږ وروسته وویل: "دوه لوري یي مسوول دي یا د سوریې رژیم او یا هم د روسیې حکومت"

"په هرصورت موږ دا مهال مسوولیت د روسیې پر حکومت اچوو".

خو ملګرو ملتونو ویلي، په داسې دریځ کې نه دي چې ووايي، دا برید په حقیقت کې هوايي و که نه.

تړون پر ځای دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د مسکو او واشنګټن په هڅو شوی تړون اوس هم پر ځای دی.

د ملګرو ملتو مرسته د سوریې د سرې میاشتې په ۳۱ لاریو کې بار وه، چې په برید کې یې ۱۸ لارۍ له منځه لاړې او ور سره د سوریې د سرې میاشتې د یو لوړپوړي چارواکي په ګډون ۲۰ مرستندویان او موټروانان ووژل شول.

ملګرو ملتونونو له دې برید وروسته سوریې ته خپل ټول مرستندویه کاروانونه وځنډول.

په ورته مهال په نیویارک کې ډیپلوماټانو هڅه وکړه، هغه کمزوری اوربند ټینګ کړي چې د امریکا او روسیې په منځګړتوب شوی و، خو له دې پېښې څو ساعتونه مخکې د سوريې حکومتي ځواکونو مات کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د ملاتړي ډلې له پلاوي سره له لیدنې وروسته له روسي سیال سره یو ځای وویل، د دوښمني کمولو تړون "له منځه تللی نه دی"

دوی به د جمعې په ورځ بیا سره ویني او ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د چهارشنبې په ورځ پر سوریه د لوړې کچې غونډه ولري.

د انځور حقوق Getty
Image caption ملګري ملتونه د سوریې د غمیزې ډېر مسوولیت د دغه هیواد پر حکومت اچوي.

ورته مطالب