د سوریې پوځ په حلب کې تازه عملیات پیل کړل

د انځور حقوق Thiqa agency
Image caption د سوریې د انساني حقونو څارونکې ډله وايي، وروستي بمبار ټوله سیمه په اور بدله کړې ده.

د سوریې پوځ د حلب ولایت په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو د نیولو لپاره د عملیاتو پیلول اعلان کړل، چې تر دوه لکه پنځوس زرو پورې خلک پکې کلابند دي.

د یوې اونۍ اوربند له ماتېدلو وروسته د بشار اسد جنګي الوتکو د پنجشنبې په شپه په حلب کې د مخالفانو پر مرکزونو درانه بمونه وغورځول.

معلومه نه ده چې په نویو عملیاتو کې ځمکنی پوځ هم برخه لري که یه.

د سوریې د اوربند نوي کولو پر سر د روسیې او د امریکا متحده ایالتونو خبرې هم د بشار اسد د تازه عملیاتو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې.

* امریکا روسیه پر مرستندویه کاروان د برید مسووله بولي

د خبرو ناکامېدل

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ هم له روسي سیال سره پر سوریه خبرې لري.

پر حلب د کم سارو کلکو بمباریو د خبرونو له رسېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري داسې اعلامیه ورکړه چې ډېر کلک توري یې پکې کارولي وو.

هغه وویل، که یواځې واشنګټن د سولې د ور پرانیستلو لپاره هڅې کوي، نو بې ګټې به وي.

نوموړي له روسیې وغوښتل چې د بشار اسد حکومت د هوايي بریدونو پرېښودلو ته وهڅوي.

ښاغلي کېري هغه خلک ورانکاري وبلل چې د ده په وینا اوربند یې له منځه یووړ.

ده وویل، دی تر پرون لږ هوډمن نه دی خو ترپخوا ډېر ناهیلې شوی دی، اما بیا هم د جمعې په ورځ د سوریې پر کړکېچ له روسي پلاوي سره سلا مشورې کوي.

*امریکا او روسیې په سوریه کې پر اوربند هوکړه کړې

د انځور حقوق AFP

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل، ځینو هڅه وکړه اوربند داسې وړاندې کړي چې ګواکې یواځې د سوریې حکومت یې وساتي.

ښاغلي لاوروف وویل مخالفین هم باید اوربند په پام کې ونیسي: "د سوریې حکومت نور په یو لوریز ډول له جګړې لاس نه اخلي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دېمستورا د تېرې شپې غونډه اوږده، له درده ډکه او ناهیلې کوونکې وبلله.

په نیویارک کې د بي بي سي خبریال جیمز رابینز وایي، داسې ښکاري څه چې تېره شپه پېښ شول، د سوریې مسله کې سولې ته د رسېدو په برخه کې هڅو ته کلک ګوزار وي.

په حلب کې عملیات

د سوریې دولتي رسنۍ د پوځي چارواکو له قوله، د خلب ښار په ختیزو برخو کې له ولسي وګړو غوښتي، له هغو سیمو لرې شي چې "ترهګر پکې فعال دي".

د دوی په خبره، کوم کسان چې له ښار د وتلو نیت لري، د وتلو لارې ورته په پام کې نیول شوې دي.

اټکل کیږي چې د پنجشنبې شپې په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي، خو ځینې رپوټونه دا مرګ ژوبله ۴۵ کسان ښيي.

د فرانس خبري اژانس یو خبریال وايي، د ښار جنوب ته په بوستان القصر سیمه کې د ده له استوګنځي سره نږدې ټوله هغه کوڅه وسوځېدله چې الوتکو پرې اور بلوونکي بمونه وغورځول.

د انځور حقوق AP
Image caption الوتکې داسې بمونه غورځوي چې په سیمه کې اور بلوي.

د سوریې د انساني حقونو څارونکې ډله وایي، په دې سیمه کې ۱۴ هوايي بریدونه شوي او "لوی اور" بل شوی دی.

د حلب په جنوبي سمو کې چې یاغیان د دولتي ځواکونو د کلابندۍ ماتولو هڅه کوي، سخته جګړه شوې ده.

مسکو او واشنګټن چې یو د دولت او بل د مخالفانو ملاتړ کوي، د دښمنۍ پرېښودلو لپاره د یو پلان پر بیا جوړولو کار کوي.

دوی په نیویارک کې د سوریې د ملاتړې نړیوالې ډلې د ناستې ګډه مشري هم کوي.

حلب چې یو وخت د سوریې صنعتي او سوداګریز مرکز و، له ۲۰۱۲ کا راهیسې په دوو برخو وېشل شوی چې لوېدیزه برخه یې د حکومت او ختیزه برخه یې د یاغیانو په لاس کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې په ټولو مهمو سیمو کې د الوتنو د ځنډولو غوښتنه وکړه، چې له مخې یې جګړه کمه او د انسان دوستانه مرستو رسولو ته لار برابره شي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب