امارات: ایران د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

آل نهیان د انځور حقوق UN Photo
Image caption ښاغلي آل نهیان وړاندې هم څو ځلې پر ایران نیوکې کړې او په فارس خلیج حوزه کې یې د بې ثباتۍ اصلي لامل بللی دی.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان ویلي، ایران د برجام له لاسلیکولو وروسته ''یوه شېبه هم د سیمې له ناامنه کولو لاس نه دی اخیستی''.

ښاغلي آل نهیان دا څرګندونې نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکز کې د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته وکړې.

ده په منځني ختیځ کې روانه جګړه او کړکېچ چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې سیمه ډېره نارامه کړې ده، د منځني ختیځ په تاریخ کې تر ټولو ډېر ناامنه برخه وبلله.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې د نړۍ له شپږو سترو قدرتونو سره د ایران اتومي هوکړې ته په اشارې سره وویل: "ایران پخپل مغرضانه تګلاره کې تل د نورو د ازادۍ نه غواړي، او د ټولو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې کوي چې سیمه ناامنه کړي".

''د سیمې هېوادونو د ایران او ۱+۵ ډلې ترمنځ د برجام د لاسلیکېدو هرکلی وکړ او دوی هیله من وو چې د ایران په مخربانه کړنه کې بدلون وویني، خو هیله یې ډېر ژر پر نهیلۍ بدله شوه، ایران د سیمې ناامنه کولو، د اورپکو وسله وال کولو او د خپلو توغندیزو پروګرامونو پراخولو ته دوام ورکړ. دوی د ''ترهګرۍ په ملاتړ'' د نورو هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنې ډېرې کړې''.

ښاغلي آل نهیان، چې د تهران او ریاض د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو یې هېواد د سعودي عربستان له ټینګو ملاتړو دی، د امریکا د کانګرس له خوا ''له ترهګرۍ سره د مبارزې'' په پلمه پر هغې طرحې ټینګه نیوکه او دا یې ''یو ړوند قانون'' وباله، چې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ لپاره یې لاس په کار شوي وو.

نوموړي دا طرحه د منځني ختیځ د ناامنه کولو یو بل لامل وباله.

عبدالله بن زاید آل نهیان د لیبیا وضعیت ته اشاره وکړه او د سوریې د کړکېچ د هواري په اړه یې وویل چې هېواد یې له ''سخت دریځۍ'' سره د مبارزې لپاره هڅې کوي.

د انځور حقوق ISNA
Image caption پر ایران تور دی، چې هلته مېشت افغانان د سوریې جګړې ته د پیسو مقابل کې استوي

ښاغلي آل نهیان وړاندې هم څو ځلې پر ایران نیوکې کړې او په فارس خلیج حوزه کې یې د بې ثباتۍ اصلي لامل بللی دی.

هغه په ۲۰۱۰ کال د ''فلسطینیانو د اشغال شویو ځمکو'' په څېر، ایران هم د درو کوچنیو ټاپوګانو ''نیوکګر'' بللي وو.

د ایران غبرګون

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني په دې عمومي غونډه کې پر سعودي نيوکې وکړې او هغه یې د "تفرقې اچولو د سیاست" سرلاری بللی و.

نوموړي ویلي وو: "د سیمې ځینې هېوادونه باید د ګاونډیانو له بمبارولو او د تکفیري ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او د خپل مسؤولیت په منلو سره جبران ورکړي".

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایران ولسمشر وویل "د سعودي عربستان دولت باید د تفرقې اچولو د سیاست له خپلولو لاس واخلي، د زیارت کوونکو د ژوند او درناوي ساتلو مسؤولیت ومني او خپل اړیکي د سیمې له ملتونو سره د متقابل درناوي پربنسټ جوړ کړي".

ایران او عربستان ډیپلوماټیک اړیکي نه لري او د یمن کړکېچ او همدارنګه د حج د مراسمو په اړه اختلاف ددواړو هېوادونو د تاوتریخوالي لوی لامل شو.

د ایران ولسمشر وویل "د سعودي عربستان دولت باید د تفرقې اچولو د سیاست له خپلولو لاس واخلي، د زیارت کوونکو د ژوند او درناوي ساتلو مسؤولیت ومني او خپل اړیکي د سیمې له ملتونو سره د متقابل درناوي پربنسټ جوړ کړي".

ورته مطالب